اشرف غني: افغانستان اوس د تېر په څېر په اقتصادي محاصره کې نه دی

۱۸ ساعتونه مخکې

مخکینی ولسمشر اشرف غني وايي، افغانستان اوس د تېرو لسیزو په څېر په اقتصادي محاصره کې نه دی او له منځنۍ اسیا سره د دوی له تعامل او سفرونو وروسته، دغه هېوادونه په خلاص مټ په دې برخه کې ونډه اخلي او د ګډو بندرونو له لارې یې له افغانستان سره سوداګري خورا غوړېدلې ده.

اشرف غني پر خپل اېکس لیکلي، چې اوس باید ددغو بندرونو، په تېره د حیرتان او آقینې د عوایدو او لګښتونو شفاف رپوټ له هېوادوالو سره شریک شي چې د خپلو کورنیو سرچینو په پراخوالي او د هغوی د لګېدو په ډول وپوهېږي.

نوموړي دغه راز د ملګرو ملتونو د مرستو پر شفافیت نیوکه کړې ده.

اشرف غني وايي، دغه سازمان چې اوس افغانانو ته د بهرنیو مرستو د مدیریت متصدي دی، د شفافیت په برخه کې جدي ستونزه لري.

نوموړي ویلي، په تېره نیمه پېړۍ کې ملګرو ملتونو هیڅ داسې رپوټ په عامه توګه نه دی ښودلی، چې د افغانانو په نامه له برابرو شویو مرستو څومره پر معاشونو او اداري چارو لګېدلې او څومره افغانانو ته ورکړل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو