ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) وویل، چې د دې سازمان لومړنۍ ارزونې ښيي چې د یکشنبې په شپه د افغانستان په شمال کې د زلزلې د ویجاړۍ کچه د کونړ د زلزلې د پراخې ویجاړۍ په اندازه نه ده.
ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې د سویس د حکومت په مرسته یې د هوا له لارې د زلزله ځپلو سیمو څېړنه کړې او په ګڼ نفوس لرونکو سیمو کې یې «د پراخې ویجاړۍ یا د خلکو د ډلهییز بېکوره کېدو نښې» موندلې نه دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو سرپرست همغږي کوونکي ریچارډ ټرنچرډ ویلي دي: «موږ پر اصلي سیمو او زیانمنو کليو الوتنه وکړه، خو خوشبختانه د کونړ ولایت د زلزلې په پرتله ویجاړتیا ډېره کمه ده.»
ملګرو ملتونو ویلي، چې د خلکو د پراخې بېکوره کېدو کومه نښه نه ده موندل شوې، خو د صحي مرکزونو زیان او د ښځینه کارکوونکو کموالی د مرستې رسونې په بهیر کې اصلي ننګونې دي.
له دې سره، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ویلي دي چې دغه اداره او ورسره همکار سازمانونه د زلزله ځپلو سیمو وضعیت له نږدې څاري او د طالبانو له ادارې سره د زیان ارزونې او د بېړنیو مرستو د رسولو په همغږۍ کې همکاري کوي.
دغه سازمان همداراز ویلي، چې له دې زلزلې مخکې د افغانستان په شمالي سیمو کې خلک له وچکالۍ، بېوزلۍ او د بنسټیزو خدماتو له کموالي سره مخ وو؛ هغه حالت چې د دې ادارې په وینا، د روان کال په ترڅ کې هېواد ته د څه باندې دوه میلیونو خلکو له راستنېدو وروسته لا پسې کړکېچن شوی دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه باید له افغانستان سره مرسته وکړي. د هغه په وینا، د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ملګرو ملتونو د ۲.۴ میلیارده ډالري بودیجه کې تر اوسه یوازې د شاوخوا یو پر درېیمه برخه تمویل شوې او له ۱.۵ میلیارده ډالرو زیات کموالی پاتې دی.
د یادولو ده، چې افغانستان د زلزلې د رامنځته کېدو په کمربند کې پروت دی او د ملګرو ملتونو د کډوالو دفتر په وینا، په اساسي ډول د کورونو د جوړولو لپاره د محلي توکو او دودیزو طریقو کارول د راتلونکو زلزلو په وخت کې د تلفاتو د کمولو یوه اصلي لاره ده.

