د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال او د ایران د رېل پټلۍ شرکت اجرایوي رییس وايي، چې د تلې په میاشت کې د ایران-افغانستان رېل پټلۍ له لارې ۶۳ زره ټنه صادرات او واردات شوي.
نوموړي ویلي، چې «د کال تر پایه پورې به پر دې لاره د بار وړلو کچه۱۰۰ زره ټنو ته ورسیږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې یوه اونۍ وړاندې د ایران تېل د لومړي ځل لپاره د رېل له لارې افغانستان ته صادر شول.
د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال شاوخوا ۶۰ زره ټنه صادراتي او ټرانزیټي توکي د همدې رېل پټلۍ او د شمتیغ د پولې له لارې له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
ایران د افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو ګڼل کیږي، خو ډېری توکي ترې واردیږي.
د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم نږدې څلور میلیارده ډالره اټکل شوی.
د پاکستان د بندرونو تړل کېدو افغان سوداګر له نورو ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزو راکړو ورکړو ته هڅولي دي.

