د پاکستان د پلازمېنې په یوه پارک کې مېشت افغان کډوال د اېستنې له ګواښ سره مخ دي

۱۳ ساعتونه مخکې

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د کورونو له مالکانو غوښتل شوي، چې ناقانونه افغان کډوالو ته کورونه په کرایه ورنه‌کړي، نو له همدې امله سلګونه کورنۍ د پلازمېنې اسلام‌اباد په ارجنتینا پارک کې شپې او ورځې تېروي او د اېستنې له جدي ګواښ سره مخ دي.

په دغه پارک کې یو شمېر مېشت افغانان وايي، پولیس تېره ورځ (یکشنبه د لړم ۱۱مه) یاد پارک ته د افغان کډوالو د نیولو او په جبري توګه د اېستنې په موخه ورغلي و او د احمد ضیاء فیض چې د کډوالو فعال ګڼل کېږي، په ګډون یو شمېر افغانان نیولي دي.

دوی ادعا کوي، چې احمد ضیاء فیض له پرون راهیسې د حاجي کمپ او تورخم پر لاره و، خو اوس له وضعیت او برخلیک څخه یې هېڅ معلومات نه‌لري.

دوی چې په وېره کې شپې او ورځې تېروي، د کډوالو له اړوندو نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو له بنسټونو غواړي، چې په ارجنتینا پارک کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت ته رسېدنه وکړي او یا هم لږ تر لږه په جبري توګه له بېرته ستنونې یې مخنیوی وکړي.

ارجنتینا پارک- افغان کډوال

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان دولت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیونې بهیر پراخ کړی او هره ورځ زرګونه کسان تر نیولو وروسته بېرته افغانستان ته ستنوي، چې یوازې تېره ورځ څه باندې ۱۵زره کډوال اېستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو