سرچینې: فاروق اعظم له دندې ګوښه او پرېکړه شوې چې نور د طالبانو واکمنۍ کې دنده نه‌شي کولی

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار فاروق اعظم چې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې د نجونو د زده‌کړو د پلوۍ له امله بندي او بیا له ۱۵ورځو بندي کېدو وروسته خوشې شوی و، تېره ورځ له دندې ګوښه او د نظامي محکمې د پرېکړې له‌مخې، نور د طالبانو په واکمنۍ کې دنده نه‌شي کولی.

فاروق اعظم چې د لندن له پوهنتون څخه د اوبو سرچینو په برخه کې د دوکتورا تر کچې زده‌کړې کړي او د طالبانو په حاکمیت کې د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار و، د روان کال د وږي په ۲۴مه د نجونو د زده کړو د پلوۍ له امله د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر په کابل کې ونیول شو او بیا د کابل نظارت خونې ته ولېږدول شو.

فاروق اعظم د کونړ د زلزلې پرمهال او تر نیول کېدو مخکې د نجونو د زده‌کړو د ګټو په تړاو ویلي و: «ښځینه روغتیاپالانې دې کونړ ته ورشي څو هغو طالبانو ته یو درس شي، چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي او دا به په ټولنه کې د ښځې د تعلیم د اهمیت عملي ښه بېلګه هم وي.»

نوموړي د پوښتنې په ډول په خپل فېسبوک کې لیکلي و: «ایا زموږ تعلیم یافته ښځې په ټولنه کی د خپل مقام د تثبیت لپاره ابتکار او قرباني ورکولای شي؟ که ځواب هو وي نو دا یې وخت دی.»

په هغه وخت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي و، چې د فاروق اعظم دوسیه د کابل نظامي محکمې ته لېږل شوې وه او زیاته کړې یې وه: «نوموړي په دې وروستیو کې لیکنې کولې او په شخصي مجلسونو کې یې د امارت د پالیسۍ خلاف څرګندونې کولې، نو له همدې امله نیول شوی دی.»

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د نیول کېدو په لومړۍ ورځ (دوشنبه د وږي ۲۴مه) خپل زوی ته په یوه لیک کې لیکلي و، چې طالبانو د ښځو زده کړو، عصري زده کړو او د امر بالمعروف د کمزوریو د په ګوته کولو له امله زندان ته اچول شوی او زیاته کړې یې وه: « دا هغه څه دي، چې زه تر دغه سخت چلند ته تیار یم.»

خپل زوی ته د فاروق اعظم لیک

د فاروق اعظم له نیول کېدو ۶ ورځې وروسته (شنبه د وږي ۲۹مه) طالبانو له هغه غوښتي و، چې د نجونو د زده کړو په تړاو پر خپلو وروستیو څرګندونو پښېماني وښيي او د طالبانو له مشر څخه بښنه وغواړي، خو هغه د طالبانو دغه غوښتنه رد کړې وه.

په سبا یې (یکشنبه د وږي ۳۰مه) بیا د فاروق اعظم خور «عزیزې» په یوه لیک کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې وه، پر طالبانو یې نیوکه کړې وه، چې ورور یې د شکر او فشار له ناروغیو سره له مجرمانو سره په زندان کې یو ځای اچول شوی او طالبانو ته یې په خطاب کې لیکلي و: «خدای مه کړه که فاروق اعظم ته زندان کې څه ورپېښ شي، دا به ستاسې لویه خطا وي.»

طالبانو یوه اوونۍ وروسته (دوشنبه د تلې ۷مه) فاروق اعظم د کابل له نظارت خونې د کابل نظامي محکمې ته ولېږداوه. هلته بیا ځينو طالب وزیرانو او د هبت‌الله اخوندزاده ځينو استازو له فاروق اعظم سره په کتنه کې له هغه یو ځل بیا غوښتي و، چې له هبت‌الله بښنه وغواړي، خو بیا ځلي یې انکار وکړ او یادو وزیرانو ورته ویلي و، چې د ملاهبت‌الله په امر نیول شوی او دوی یې د ازادولو واک نه‌لري.

طالبانو بیا له هېڅ ډول جزییاتو ورکړې پرته فاروق اعظم ۲ ورځې وروسته (چهارشنبه د تلې ۹مه) له زندان څخه خوشې کړ.

فاروق اعظم له خوشې کېدو وروسته (د تلې له ۹مې د لړم تر ۱۲مې) په خپل فېسبوک کې یوازې ۳ پوسټونه کړي او نن یې (دوشنبه د لړم ۱۲مه) دوه پوسټونه کړي، په لومړي کې یې د اوبو او انرژۍ وزارت له مامورینو سره د خدای پامانۍ او همداراز په دویم پوسټ کې یې په غرب کې د یوې ښځې پیغام چې د ده د انفکاک په اړه څرګندونې کړي، خپاره کړي دي.

فاروق اعظم د دوشنبې په ماښام (د لړم ۱۲مه) په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې پرون یې په اوبو او انر‍ژۍ وزارت کی له مامورینو سره تر خدای پامانۍ دمخه په افغانستان کی د سویس له شارژدافیر سره کتلي و او د اوبو د مدیریت پر څرنګوالي، د ظرفیت لوړونې، وسایلو، له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو پر راوستلو او د نړۍوالو د نیمګړو پاتې پروژو د بشپړېدو په تړاو خبرې کړي او نن یې له خپل کوره د سویس شارژدافیر ته یاد مسایل په لیکلي بڼه استولي او یوه کاپي یې وزارت ته هم استولې ده.

هغه د خپل انفکاک له جزییاتو ورکړې پرته په داسې حال کې چې په شاوخوا ۸۰ کلنۍ عمر کې د هېواد خدمت پر ځان «فرض» بللی، زیاته کړې: «تر دغه مفید مجلس وروسته می په وزارت کی د دوستانو سره د خپل څلور کلن ګتور رسمي خدمت د پای خدای پاماني وکړه او وعده می وکړه چی زه به خپله علمي او مسلکي پوهه له وزارت او امارته نه سپوم. دوستان هر وخت پر ما غږ کولای سي؛ د وطن خدمت په هرځای کی چی یم پر ځان فرض بولم.»

فاروق اعظم په خپله فېسبوک پاڼه کې له دغه پوسټ سره جوخت په بل پوسټ کې لیکلي: «په غرب کی یوې ښځی له دندې زما د انفکاک خبر اورېدلی دی. ماته یی دا پیغام راواستاوه.»

په دې پوسټ کې یې هم د ښځو لوړو زده کړو ته اشاره ده او یادې ښځې هم په هغه پیغام کې فاروق اعظم له دې امله ستایلی چې په وینا یې «حق» یې ویل.

فاروق اعظم ته په لوېدیځ کې د یوې ښځې پیغام

طالبانو له دندې د فاروق اعظم د ګوښه کېدو په تړاو هېڅ جزییات نه دي ورکړي.

ډاکټر فاروق اعظم په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو کې د افغانستان د سوله ییز بدلون غورځنګ مشري کړې او له دې وړاندې د افغانستان د ملي اسلامي جبهې مرستیال مشر و. له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۱ کال پورې د پوهنې او وروسته د کډوالو چارو وزیر و. هغه د افغانستان د مطالعاتو فورم مشري کړې او په ۲۰۲۲ کال کې یې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د سلاکار په توګه چارې پیل کړې.

اعظم په کندهار کې زیږېدلی او له کابل پوهنتون نه یې د اقتصاد لیسانس، د بیروت له امریکایي پوهنتون نه یې د کرنې اقتصاد ماسټري او له لندن پوهنتون نه یې د اوبو سرچینو په برخه کې دوکتورا اخېستې ده.

نوموړی د جمهوري نظام منتقد و او د طالبانو نږدې خواخوږی ګڼل کېږي.

له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي و، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو پرېکړه په شریعت کې هېڅ بنسټ نه لري او نوموړي د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز یوازې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده شخصي نظر بللی و.

د عباسي ستانکزي له دې څرګندونو وروسته ملا هبت الله د نوموړي د نیولو امر صادر کړ، خو ستانکزی دوبۍ ته وتښتېد او نږدې کال پوره کېږي چې بېرته افغانستان ته نه دی راګرځېدلی.

د تېر جمهوري نظام ځینې چارواکي او د چارو شنونکي وايي، طالبان د عامه ذهنیت بدلولو لپاره خپل وفادار ملګري زنداني کوي او په دې ډول په رسنیو کې لنډمهاله غوغا جوړوي، خو د هغوی د شاتګ پالنې اصلي ستونزه په ټولو برخو کې بیا هم پر خپل ځای پاتې ده.

طالبان په دې تورن دي، چې خپل منتقدان نیسي او د خلکو د غلي کولو لپاره یې د وېرې او ډار اچولو سیاست غوره کړی دی.

نور خبرونه

رادیو