متقي د مسکو فارمټ ناسته کې خپل ګډون او هند ته سفر له لاسته راوړنو ډک وباله

AP ۱۴۰۴ تله ۲۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د مسکو فارمټ ناستې د دوی لپاره بې‌سارې لاسته راوړنې درلودې، ځکه دوی پکې د رسمي غړي په توګه ګډون وکړ. نوموړی همدا راز زیاته کړې، چې د هند سفر یې تاریخي و او دواړو هېوادونو د سفارتي اړیکو د پیاوړتیا او د ګډې کمېټې پر جوړېدو توافق شوی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې مولوي امیرخان متقي دا خبرې د وزارت په داخل کې یوې ناستې ته وکړې.

متقي ویلي، چې د مسکو فارمټ ناسته د تېر په پرتله بې‌سارې وه، ځکه طالبانو پکې د رسمي غړي په توګه ګډون درلود.

د نوموړي په وینا، د روسیې، چین او یو شمېر نورو هېوادونو استازو د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات، د نه مداخلې، د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون، بشري مرستو، ګډو همکاریو او د افغانستان حاکمیت ته د درناوي په اړه مثبت دریځ درلود.

یاد وزارت ویلي، امیر خان متقي هند ته خپل وروستی سفر تاریخي بللی.

د نوموړي په وینا، د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، تعلیمي او روغتیايي مرستو، هوایي دهلېز، د واګا بندر د ستونزو حل، د چابهار بندر د اسانتیاوو پراخولو او د بندیزونو د لرې کولو په اړه مفصلې خبرې وشوې.

متقي ویلي: «دواړو هېوادونو د سفارتي اړیکو د لوړېدو او د ګډې کمېټې پر جوړېدو توافق وکړ.»

د نوموړي په وینا، د هند د سوداګرۍ د خونې له مسوولینو سره په ناسته کې د سوداګرۍ د کچې لوړولو، د بازارموندنې، او ګډو نندارتونونو په اړه هم بحث شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل، له هندي پانګوالو سره یې په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو او د شته ستونزو د حل په اړه هم خبرې کړې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د خپل سفر پر مهال یې له میشتو افغانانو او سیکانو سره هم لیدلي او د طالبانو د لاسته راوړنو په اړه یې ورسره معلومات شریک کړي او د هغوی غوښتنې یې اورېدلې دي.

متقي دیوبند دارالعلوم ته تګ د طالبانو او هند ترمنځ د تاریخي دیني اړیکو د بیا احیا هڅه ګڼلې ده. د نوموړي په وینا، د دیني زده‌کړو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراخېدو په اړه هم خبرې شوې دي.

متقي دې ناستې ته ویلي، چې طالبان « یو خپلواک نظام لري، متوازن سیاست تعقیبوي او د خپلو ملي منافعو پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.»

نور خبرونه

رادیو