میرویس عزیزي د فوټسال ملي لوبډلې ته یو میلیون افغانۍ اعلان شوې جایزه وسپارله

۱ ساعت مخکې

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس وایي، د عزیزي سوداګریز ګروپ مشر میرویس عزیزي د افغانستان ۱۷ کلنه فوټسال ملي لوبډله د یوې غونډې پر مهال وستایله او د یو میلیون افغانیو جایزه یې هم ورکړه.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس احمدالله وثیق په وینا، ورزش یوازې د سیالۍ او تفریح نوم نه دی، بلکې د ملت د ژوند، ځواک او امید نښه ده. هغه زیاته کړې: «دا هغه ډګر دی چې د هېواد زامن پکې خپلې وړتیاوې ښیي او په نړۍوال سټیج د افغانستان نوم لوړوي.»

نوموړي له سوداګرو، پانګوالو او ملي بنسټونو وغوښتل، چې د ورزش او ورزشکارانو ملاتړ خپل ملي مسوولیت وګڼي. هغه زیاته کړې: «د ورزشکارانو ملاتړ د هېواد د ملي قوت، نړۍوال وقار او راتلونکي نسل لپاره د باور پانګه‌ ده.»

وثیق ټینګار وکړ، دا اصل باید پیاوړی شي چې ورزش د ملت د یووالي محور دی.

یاده دې وي، چې د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د روان کال د لړم په ۹مه نېټه د ایران لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اسیا د فوټسال د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

نور خبرونه

رادیو