ایران: د چابهار بندر له لارې د ایران او افغانستان اقتصادي اړیکې پیاوړې کېږي

۲ ساعتونه مخکې

ایراني چارواکي وایي، د چابهار بندر له لارې هر کال له شپږ میلیون ټنو څخه ډېر توکي تخلیه او بارېږي. د شهید بهشتي بندر په سیمه کې د غلو د زېرمو، ګدامونو او د تېلو د زېرمتونونو جوړولو سربېره د پټلۍ او سړکونو پراختیا د دې بندر د اهمیت کچه لا لوړه کړې ده.

په کابل کې د ایران سفارت د سې شنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د چابهار بندر رول د ایران او افغانستان تر منځ د اقتصادي همکاریو په پراختیا کې لا پیاوړی شي.

په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي تازه د چابهار بندر او ازادې سوداګریزې سیمې څخه لیدنه کړې ده. نوموړي د یاد بندر د شهید بهشتي برخې او د ازادې سیمې د فعالیتونو وضعیت له نږدې وڅېړه.

د لیدنې پر مهال، بیکدلي د چابهار له چارواکو او د مېشتو افغان سوداګرو سره هم وکتل. د خبرو پر مهال د چابهار – میلک د لارې د توکو د لېږد د چټکتیا، اسانتیا او همغږۍ د زیاتوالي په اړه مفصل بحث وشو.

چابهار بندر د عمان سمندرګي په غاړه کې د اوبو له لارې د ایران یوازینی بندر دی، چې د نړۍوالو سوداګریزو لارو د نښلولو لپاره مهمه دروازه ګڼل کېږي.

دا بندر د هند لپاره افغانستان او منځنۍ اسیا ته د لاسرسي د بدیلي لارې په توګه ستراتیژیک اهمیت لري او د شمال ـ سوېل نړۍوال دهلیز INSTC یوه مهمه برخه ده.

د چابهار بندر د سیمې د وصل مهمه دروازه ده او د دې لارې پیاوړتیا به د افغانستان سوداګرۍ ته د پام وړ فرصتونه برابر کړي.

نور خبرونه

رادیو