د بېپولې خبریالانو سازمان وایي، د طالبانو استخباراتي اداره د افغان خبریالانو د اجباري اعترافونو په خپرولو سره هغوی تحقیر او سپکوي. د دې ادارې یوې مسوولې سېلیا مرسیه ویلي، چې د طالبانو هدف دا دی چې خبریالان مجرم وښيي او د هغوی نیول توجیه کړي.
دغه بنسټ د طالبانو لهخوا د ټولو بندی شویو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
په هغه اعلامیه کې چې یاد سازمان د سېشنبې په ورځ خپره کړې راغلي: «د خبریالانو د اجباري اعترافونو خپرول په سپکوونکو ویډیوګانو کې، د افغانستان د رسنیو د بېرحمانه ځپلو نوې مرحله ده. د طالبانو استخباراتي اداره له دې لارې غواړي وېره خپره کړي او خپلواک غږونه چوپ کړي.»
د دې نړۍوال سازمان د راپور له مخې، حمید فرهادي، مهدي انصاري، ابوذر صارم سرپلی، محمد بشیر هاتف او شکیب نظري هغه خبریالان دي، چې د طالبانو د ادارې پر ضد د تبلیغ په تور نیول شوي او بندیان دي. دغې ادارې همداراز ویلي، درې نور خبریالان هم په خپلسري ډول د طالبانو په بند کې دي، خو نومونه یې اخیستي نه دي.
دغه سازمان ویلي، چې ډېری له دې خبریالانو څخه د اجباري اعترافونو اخیستو ته اړ شوي او طالبانو د هغوی ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې کړي، څو نور خبریالان ووېرېږي او مستقل ژورنالیزم بند کړي.
د بېپولې خبریالانو سازمان زیاته کړې، له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان د رسنیو فضا په شدت سره محدوده شوې او تر اوسه لږ تر لږه ۱۶۵ خبریالان نیول شوي دي. همدارنګه افغانستان د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړۍوال شاخص کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه په ۱۷۵م مقام کې دی.
په ورته وخت کې، له هغه وخته چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون تصویب شوی، په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرول بندیز لګول شوی دی.
خو په عین حال کې طالبان په پراخه توګه له ټولنیزو شبکو او هغو رسنیو څخه چې د دوی تر کنټرول لاندې دي، د خپلو چارواکو انځورونه او تبلیغاتي موخې خپروي.

