د اکټوبر۱۶مه د خوړو نړۍوالې ورځې سره برابره ده؛ خو افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې وګړي یې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له جدي ستونزو سره مخامخ دي او لاهم ګڼ خلک په وږي نس ویده کېږي. ملګري ملتونه هم وايي، چې په نړۍ کې ۶۷۳ مېلیونه کسان هره شپه وږې ویده کېږي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ په نړۍواله کچه مېلیونونه خلک د یو وخت خوړو برابرولو وس نهلري، چې له کبله یې هغوی د خوړو د خوندیتوب او خوارځواکۍ له لوړ ګواښ سره مخامخ دي. دغه سازمان ویلي و، چې په ګڼو هېوادونو کې تر ۸۰ سلنه ډېر خلک چې له سختې بېوزلۍ سره مخ دي په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي.
افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی، چې وګړي یې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له سختې ستونزې سره مخ دي. وړاندې د خوړو نړۍوالپروګرام ویلي و، چې په افغانستان کې څه باندې شل مېلیونه خلک کافي خواړه نهلري او د بېړنیو خوراکي توکو مرستو ته اړ دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام اجرايوي مرستیال کارل سکاو څه موده مخکې ویلي و، چې په افغانستان کې په هرو لسو کورنیو کې نهه یې د دې وس نهلري چې ځان ته خواړه پیدا کړي.
د کابل ښار ځینې اوسېدونکي وايي، چې د پخواني حکومت له ړنګېدو او د طالبانو له واکمنۍ راهیسې لسګونه زره کسان بېکاره شوي او او ورسره بېوزلي هم مخ په زياتېدو ده.
د کابل ښار دوو اوسېدونکو سمیع الله او فرشتې «مستعار نومونه» په دې اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل:« په افغانستان کې بېوزلي ورځ تربلې مخ په پراخېدو ده، چې د مهارولو لپاره یې داسې رغنده اقدامات موږ نه ګورو او دغه حالت ځورونکی دی.»
دوی وایي:« د بېکارۍ کچه خورا لوړه ده، چې دې مسلې نیغ په نیغه د خلکو پر ژوند منفي اغېز کړی او خلک نهشي کولای چې د اړتیا وړ توکي وپېري.»
په افغانستان کې د بېلابېلو مرستندویه ادارو شمېرې ښيي، چې د بېوزلۍ او مرستو ته د اړتیا کچه خورا لوړه ده او په افغانستان کې د خلکو وضعیت مخ په خرابېدو دی. یادو ادارو په وار، وار په افغانستان کې د بشري وضعیت د سختېدو او د بېوزلۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوترېش تازه د خوړو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه خپور کړي پیغام کې ویلي، چې لاهم په نړۍ کې ۶۷۳ مېلیونه کسان هره شپه وږي ویده کېږي.
نوموړي پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د خوړو د خوندیتوب په برخه کې د خلکو لاسنیوی وکړي او په دې برخه کې شته وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.