پر ډیورنډ نښتې؛ پنځمه ورځ هم له پاکستان سره ټولې لارې تړلې دي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو له لوري پر ډیورنډ کرښه د پرله‌پسې نښتو له کبله نن پنځمه ورځ ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې بندې دي. سرچینې وایي، د تورخم او سپین بولدک په ګډون ټولې لارې د مساپرو او لویو بار وړونکو موټرونو پرمخ تړلې دي.

پنځه ورځې وړاندې د طالبانو او پاکستان له لوري پیل شوې جګړه که څه هم پای ته رسېدلې او ظاهرا اوربند شوی؛ خو لا هم د دغه لارو د خلاصون کوم څرک نه لیدل کېږي او اسلام اباد ویلي، چې هره شېبه د جګړې د بیا پیلېدو احتمال شته. له بل پلوه په تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندرونو کې د کرښې دواړو غاړو ته بار وړونکي سوداګریز موټرونه هم بند پاتې دي او سوداګرو نیوکې کړې، چې توکي یې د خوسا کېدو په حال کې دي.

د دغه کړکېچ له کبله سوداګرو هم درانه مالي زیانونه لیدلي او د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه ناورین لا په پراخېدو دی. په وار، وار افغان سوداګرو ویلي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د هر ډول سیاسي کړکېچ له کبله باید د دواړو لوریو سوداګري زیانمنه نه‌شي؛ خو لیدل کېږي چې لاهم دغه اغېزې دوام لري.

نور خبرونه

رادیو