په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې د جګړهییز کړکېچ په لړ کې دي، د اندونیزیا په جاکارتا کې د طالبانو سفیر سعدالله بلوچ او همداراز د هند سفیر سندیپ چکرورتي سره لیدلي دي. خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړه خواوو د فرهنګي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دواړه لوریو د سیمې د روانو حالاتو په تړاو نظرونه هم تبادله کړي دي.