له ډیورنډ کرښې نیولې اوس هم تر پلازمېنې کابل پورې سیمې د طالبانو او د هغوی د پخواني ملاتړي پاکستان ترمنځ د نښتو په ډګر بدلې شوې دي. دغه نښتې که څه هم کومه نوې پدیده نهده؛ خو په تېرو اونیو کې یې په بېسارې توګه زور اخیستی دی.
د افغانستان انټرنشنل فارسي موندنې ښيي، چې به تېرو څلورو کلونو کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له ۱۵۰زیاتې نښتې شوې دي.
د شخړو جرړه څه ده؟
طالبان او پاکستان اوس مهال یوازې دوه ښکېل اړخونه دي. اسلاماباد وایي، د افغان طالبانو سره په ګډه د پاکستاني طالبانو تحریک «ټيټيپي» او بلوڅ بېلتون پالو یې پر سرحدي پوستو بریدونه کړي دي. پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې دغه بريدونه د هند په ملاتړ ترسره کېږي او د طالبانو «رژيم» یې مرستندوی دی.
د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو د بیا ځل واکمنېدو وروسته د پاکستان امنیتي وضعیت ډېر ترینګلی شوی او اسلاماباد په دې برخه کې د پړې ګوته پر کابل همدې واکمنې ډلې ته نیولې ده. د ملګرو ملتونو راپورونه تاييدوي، چې د پاکستاني طالبانو د تحريک غړو په تېرو څلورو کلونو کې له افغان خاورې څخه څو ځلې د پاکستان پر سرحدي پوستو بريدونه کړي دي.
اسلاماباد څو، څو ځله په ډاګه ویلي، چې افغان طالبانو د دوی ضد ډلو او په ځانګړې توګه «ټيټيپي» ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیمېږي؛ خو پر کابل واکمنو دغه تورونه رد کړي. طالبانو په وار، وار ویلي، چې پاکستان کې نا امني د یاد هېواد د امنیتي ادارو خپله ناکامي ده او دوی یې مسوول نهدي.
د اسلاماباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ وخت ناوخت شخړو کې بېپېلوټه الوتکې، مخامخ وسلهوال بریدونه، ماینونه، ځانمرګي او ان د سړک د غاړې بمونه هم کارول شوي دي. د پاکستان هوايي ځواک د پاکستاني طالبانو د پټنځايونو د نړولو په موخه د افغانستان ختيځ، سوېل او ان د کابل ځینې سيمې بمبار کړې دي.
پاکستاني پوځ همدارنګه په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتنو او بلوڅ جنګيالو پر ضد د «ترهګرۍ ضد» پراخ عمليات پيل کړي دي. له بلېخوا، په تېرو څلورو کلونو کې د پاکستاني طالبانو یو شمېر قوماندانان هم د افغانستان دننه د نامعلومه وسلهوالو له لوري وژل شوي دي.
افغان طالبانو بيا د پاکستان هوايي بريدونو ته د سرحدي بريدونو په بڼه غبرګون ښودلی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله رسمي اېکس پاڼه يوه ويډيو خپره کړې، چې پهکې ژېړې بوشکې لیدل کېږي؛ هغه چې د طالبانو د سترو چاودنو یادونه تازه کوي. خو تر اوسه کوم باوري راپور نهشته، چې طالبانو دې پر پاکستاني پوستو د ځانمرګو يا موټر بم بريدونو کارولو ته مخه کړې وي.
عموماً د پاکستاني طالبانو تحريک او بلوڅ بېلتونپالي دغه ډول بريدونه کوي، چې اسلاماباد يې د افغان طالبانو متحدان بولي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر ټولو خونړۍ مياشت
د ۱۴۰۳کال د تلې په دويمه نيمايي (د ۲۰۲۵کال په اکټوبر) کې د طالبانو او اسلاماباد اړيکې له ۱۴۰۰ کال راوروسته تر ټولو کړکېچن پړاو ته رسېدلې. د تلې له ۱۷مې تر ۲۳مې نېټې پورې، د دواړو لوریو ترمنځ پنځه سترې سرحدي نښتې او پر کابل د پاکستاني جېټ الوتکو بریدونه شوي دي.
دغه کړکېچ کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. همدا راز یې د تورخم او سپین بولدک د لارو د بندېدو تر څنګ پر افغان کډوالو فشارونه هم ډېر کړي او د دواړو غاړو ترمنځ سوداګري هم پهکې بنده شوې ده.
د تلې ۱۶مه – د پاکستان د هوايي بريد انګېزه
په همدې ورځ د خېبر پښتونخوا ایالت په کورمې ولسوالۍ کې د یوه برید له کبله ۱۱پاکستاني عسکر ووژل شول. د دغه بريد مسووليت د پاکستاني طالبانو تحريک پر غاړه واخيست. سبا ورځ، پاکستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی ځل کابل بمبار کړ.
د تلې ۱۷مه – کابل ته د پاکستاني جنګي الوتکو ننوتل
د شپې شاوخوا لس بجې د کابل، خوست او جلالاباد اوسېدونکي د درنو چاودنو او جېټ الوتکو غږونو راوېښ کړل. د طالبانو د دفاع وزارت تاييد کړه، چې د پاکستان جېټ الوتکې د افغانستان هوايي حريم ته داخلې شوې وې. اسلاماباد هم دغه خبره په نامستقيم ډول ومنله او ويې ويل، چې د «پاکستان د دفاع لپاره هر ډول اړین اقدامات کوي».
د تلې ۱۹مه – د طالبانو غبرګون
طالبانو له کونړ، ننګرهار او هلمند څخه د پاکستان پر سرحدي پوستو بريدونه وکړل. اسلاماباد د خپلو ۲۳ عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړ؛ خو طالبانو د خپلو تلفاتو شمېر ۹ ښودلی.
د تلې ۲۰مه – د سپين بولدک بمبار
پاکستاني جېټ الوتکو د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو يو پوځي مرکز بمبار کړ. له دې وروسته، اسلاماباد د طالبانو پر ضد د رژيم د بدلون غوښتنه هم وکړه.
د تلې ۲۲مه او ۲۳مه – پراخې جګړې
په همدې ورځو کې نښتې د کندهار، خوست، پکتيکا او د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې روانې وې. طالبانو د خوست اړوند په ډیورنډ کرښه کې پر پاکستاني پوستو برید وکړ او پکتیکا کې یې پر لیکه پراته اوسېدونکي د کورونو پرېښودو ته اړ کړل. پاکستاني پوځ هم د طالبانو د څلورو پوستو د نړولو ادعا وکړه.
پاکستاني جېټ الوتکو د دويم ځل لپاره کابل بمبار کړ او دا ځل يې څرګنده کړه، چې موخه يې د پاکستاني طالبانو مرکزونه وو.
له وږي میاشتې تر تلې پورې د کړکېچ دوام
په وږي مياشت کې هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي لړۍ روانه وه. په خوست، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د پاکستانۍ بېپیلوټه الوتکو بريدونو د درې ملکي وګړو په ګډون ماشومانو ته هم مرګ ژوبله واړوله. اسلاماباد په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیات د ځان د دفاع مشروع حق ګڼي.
د طالبانو د واک له پيله د ډیورنډ کړکېچ
طالبانو له بیا ځل واکمنېدو وروسته هڅه وکړه، چې د افغانستان پر پولو بشپړ کنټرول ټينګ کړي؛ خو ډېر ژر د ګاونډيانو له لوري له نښتو سره مخ شول. د ۱۴۰۱ کال د وري په ۱۹مه په خوست او کونړ کې پر ډیورنډ کرښه سختې جګړې وشوې. له دې راوروسته هر کال لسګونه دغه ډول شخړې ثبت شوې دي.
د يوناما د راپورونو له مخې؛ يوازې د ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ۱۹ جګړې شوې چې ۱۷ يې پر ډیورنډ کرښه شوې دي.
په دغه نښتو کې زياتره پېښې د خوست، پکتيا، کونړ او ننګرهار پر یادې کرښې متمرکزې وې.
د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ کال نښتې
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د راپور پر بنسټ؛ د ۱۴۰۲کال له سلواغې تر د ۱۴۰۴ کال د زمري میاشتې پورې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له ۶۰ زياتې وسلهوالې نښتې شوې دي. دغه جګړې د ننگرهار، کونړ، خوست، پکتيا، پکتيکا او هلمند کې پر یاده کرښه شوې دي.
په ډېری بریدونو کې دواړو لوریو پر يو بل د هاوان او راکټ ډزې کړې او د ملکي خلکو د بېځايه کېدو لامل شوې هم دي.
اسلاماباد څو ځله د پاکستاني طالبانو د پټنځايونو د لهمنځه وړلو په موخه د پکتيا، پکتيکا او خوست پر ځینو ولسواليو هوايي بريدونه وکړل. طالبانو بیا په تورخم او سپین بولدک کې پر پاکستاني عسکرو غچ اخیستونکي بریدونه کړي.
د کړکېچ دوام
ملګري ملتونه وايي، چې له د ۱۴۰۳ کال د لړم میاشتې نه تر د ۱۴۰۴ کال تر زمري میاشتې پورې دواړو لوریو پر ډیورنډ کرښه د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړی دی.
اوسمهال، د ټيټيپي حضور له کبله پر ډیورنډ کرښه د نویو پوستو جوړونه، هدفي وژنې او هوایي بریدونه لا هم روان دي.