تر نښتو وروسته؛ د پاکستان په بېلابېلو برخو کې افغانانو ته د کورونو تشولو خبرداری ورکړل شوی

پرون

د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو او شخړو په پاکستان کې د مېشتو افغانانو پر ژوند منفي اغېز کړی دی. په اسلام‌اباد او ګڼو نورو ښارونو کې مېشت افغانان وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته د پاکستان حکومت پر دوی فشارونه ډېر کړي دي.

له دغه نښتو وروسته ګڼ افغانان له دندو اېستل شوي او ځینو کورنیو ته د کورونو تشولو خبرداری هم ورکړل شوی دی.

د صفي الله په نوم په پاکستان کې مېشت یو افغان وايي، په یوه رسټورانټ کې یې کار کاوه؛ خو تازه د رسټورانټ څښتن ورته ویلي، چې نور دې کار ته نه ورځي. نوموړی وايي، چې په دغه تنخوا یې یو څه ګوزاره کېده؛ خو اوس له جدي ستونزو سره مخامخ دی.

په ورته وخت کې د یوې پلازې مالک چې پاکستانی دی وايي، د مجبورۍ له مخې یې دوو افغان کورنیو ته له خپلې پلازې د وتلو ویلي دي. نوموړی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، پولیس ورته خبرداری ورکړی؛ که له ځنډ پرته ټول افغانان له خپلې پلازې ځواب نه کړي، نو قانوني چلند به ورسره وکړي.

په ورته وخت کې یوه بله افغانه کورنۍ چې تازه د کرایې له یوه کوره ځواب شوې وايي، چې د کورنۍ ټول غړي یې له ډول، ډول ستونزو سره مخامخ دي. د دغه کورنۍ مشره وږمه یوسفي وايي، د کور مالک ورته ویلي چې د روانې اکټوبر میاشتې تر پایه دې د ځان لپاره بل کور ولټوي.

هغه وایي:« د کور مالک وايي، چې زه نور نه‌شم کولای تاسو دلته وساتم. په ما فشارونه ډېر دي، چې افغانانو ته باید ځای ورنه کړم. د کور څښتن راته ځواب راکړی هیڅ نپوهېږو، چې څه وکړو او چېرته ولاړ شو؟»

دا لومړی ځل نه‌دی، چې په پاکستان او بیا په ځانګړې توګه په اسلام‌اباد کې د مېشتو افغانانو پر وړاندې دغه ډول اقدام کېږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو سیمو کې له افغان کډوالو سره له تاوتریخالي ډک چلند په اړه خبرونه ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه پاکستانۍ جیو نیوز ټلوېزیوني شبکې د‌ طالبانو او‌ پاکستان ترمنځ له وروستیو جګړو سره هم‌مهاله خبر ورکړی، چې په کویټه کې پولیسو د کډوالو ضد عملیاتو پر مهال ۷۵۲ افغانان نیولي دي. دغه رسنۍ وايي، په بلوچستان او نورو ایالتونو کې د افغان کډوالو د اېستلو دغه عملیات په چټکۍ پیل شوي.

د راپور له مخې؛ په تېرو ورځو کې د کویټې په هزاره ټاون سیمه کې د پاکستاني پولیسو او پوله ساتو ځواکونو له لوري دغه عملیاتو کې افغان کډوال په نښه شوي. د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ نیول کېدونکي د پاکستان د نادرا یا وګړو ثبت ادارې له لوري راجسټر کېږي او بیا د چمن له لارې اېستل کېږي. که څه هم یاده لاره اوس د طالبانو د جګړو له کبله تړل شوې؛ خو تر خلاصونه پورې به یې دغه کسان په توقیف خونو کې ساتل کېږي.

نور خبرونه

رادیو