پاکستانۍ جیو نیوز ټلوېزیوني شبکې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو جګړو سره هممهاله خبر ورکړی، چې په کویټه کې پولیس د کډوالو ضد عملیاتو پر مهال ۷۵۲ افغانان نیولي دي. دغه رسنۍ وايي، په بلوچستان او نورو ایالتونو کې د افغان کډوالو د اېستلو دغه عملیات په چټکۍ پیل شوي.
د راپور له مخې؛ په تېرو ورځو کې د کویټې په هزاره ټاون سیمه کې د پاکستاني پولیسو او پوله ساتو ځواکونو له لوري دغه عملیاتو کې افغان کډوال په نښه شوي. د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ نیول کېدونکي د پاکستان د نادرا یا وګړو ثبت ادارې له لوري راجسټر کېږي او بیا د چمن له لارې اېستل کېږي. که څه هم یاده لاره اوس د طالبانو د جګړو له کبله تړل شوې؛ خو تر خلاصونه پورې به یې دغه کسان په توقیف خونو کې ساتل کېږي.
د کویټې مرستیال کمېشنر خبر ورکړی، چې تر اوسه یوازې د چمن له لارې ۱۷۵زره افغانان بېرته ستانه کړای شوي او هغه د دغه لړۍ د دوام خبره کړې. هممهاله د پاکستان په نورو ښارونو کې هم افغان کډوالو ته د اېستلو خبرداری ورکړل شوی او اندېښنې دا دي، چې د طالبانو تر جګړو وروسته په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه لا زیات شوي دي.
د طالبانو له دویم ځل واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللو افغان کډوالو اندېښنه څرګنده کړې، که دوی هېواد ته واستول شي؛ نو پر افغانستان د حاکمې ډلې له لوري به مرګوني ګواښونو سره مخ شي. هغوی وایي، د طالبانو د ناسمو سیاستونو او د غچ اخیستنې تګلارو له امله زیانمن دي او د پاکستان حکومت یې باید له اېستلو ډډه وکړي.
د بشري حقونو سازمانونو په ګډون یو شمېر هېوادونو هم له پاکستان نه غوښتي، چې په جبري توګه د افغانانو له اېستنې ډډه وکړي؛ خو اسلاماباد پر دغه غوښتنو چوپتیا اختیار کړې.