روسي شرکتونه په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه کوي

۴۶ دقيقې مخکې

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر په کابل کې د روسي شرکتونو له استازو سره په کتنه کې ویلي، چې دوی د کانونو په برخه کې د روسي شرکتونو له پانګونې هرکلی کوي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روسي شرکتونو استازو له ملا برادر سره په کتنه کې د نفت، مس، کرومایټ، د اوبو مدیریت، برېښنا تولید او تخنیکي ماشین‌الاتو د تولید په برخو کې د پانګونې په اړه چمتوالی وښود او دوی به په دې برخه کې د همغږۍ لپاره په کابل کې خپل دفتر پرانیزي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ ملا برادر د روسي شرکتونو له دغه استازو سره په کتنه کې د دوی لپاره د هر ډول اسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه وکړه.

نور خبرونه

رادیو