د کراچۍ محلي ادارو د افغان کډوالو په یوه پنډغالي کې د کورونو نړول پیل کړل

۵۸ دقيقې مخکې

پاکستاني ادارو د کراچۍ په ګلشن معمار کې د افغان کډوالو په یوه پنډغالي کې د کورونو پر نړولو پیل کړی. پاکستاني چارواکي وايي، دا چاره د ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه کوي.

په دغه کمپ کې ۱۵ زره افغانان اوسېدل، چې اوس یوازې ۱۵۰۰ تنه پکې پاتې دي.

د پاکستان د ایکسپریس ټربیون د رپوټ له مخې، د کراچۍ د ملیر پرمختيايي ادارې د پنډغالي د ځمکو کنټرول په لاس کې اخيستی او پرېښودل شوي کورونه نړوي.

له دې وړاندې د کراچۍ د لوېديځ زون د پوليسو مشر عرفان بلوچ د ځمکو د غصب په تړاو اندېښنه ښودلې وه.

افغان کډوال وايي، چې دوی دغه ځمکې په پیسو اخېستې وې، خو دوی ته د ځمکو د خرڅلاو اجازه نه ورکول کیږي.

د ګلشن معمار سیمې په دغه کمپ کې۳۰۰۰ کورونه وو، چې شاوخوا ۱۵۰۰۰ افغانان پکې اوسېدل.

اوس ډېری بېرته افغانستان ته ستانه شوي، خو شاوخوا ۱۵۰۰ کسان لا هم په سيمه کې پاتې دي.

نور خبرونه

رادیو