په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وايي، د نړۍوالې ټولنې چوپتیا طالبان نور هم زړور کړي دي. هغه وایي:« موږ باید دغه چوپتیا ته د جرم د شریک په سترګه وګورو. د بشریت ضد جنایتونو قانوني تشرېح نه یوازې حقوقي اړتیا ده؛ بلکې اخلاقي وجیبه هم ده.»
هغه نن چهارشنبه (د تلې ۲۳مه) پر اېکس پاڼه د ملګرو ملتونو شپږمې کمېټې ته د خپلې وینا متن خپور کړ. دغه وینا د هغه کنوانسیون د جوړېدو په ملاتړ اورول شوې، چې د بشريت ضد او جنایتونو د مخنيوي په اړه جوړېږي.
په دغه متن کې راغلي، افغانستان یو ځل بیا د دغه کنوانسیون په اړه خپل ملاتړ څرګندوي. هغه ویلي:« موږ د مکسیکو او ګامبیا له مشرتابه مننه کوو، چې د حکومتونو ترمنځ یې د بشري حقونو د خبرو لپاره زمینه برابره کړه.»
ښاغلی فایق زیاتوي، د داسې تړون نشتوالی په نړۍوال قانون کې یوه لویه تشه ده؛ هغه وحشتونه چې هره ورځ د افغانستان په ګډون په نړۍ کې کېږي، معافیت ته لاره هواروي.
هغه وړاندې ویلي، د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته د افغانستان خلک په منظم ډول ځورول کېږي؛ داسې ځورول چې هر ډول جنایتونه پهکې شامل دي. نصیر احمد فایق وویل:« د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستی راپور او دغه ډول د یاد سازمان نور راپورونه دا ثابتوي، چې د افغانستان د ملکي وګړو، په تېره بیا ښځې او پخواني چارواکي په منظم ډول ځورول کېږي.»
ښاغلی فایق زیاتوي، د یوناما د راپور له مخې دا مهال ۲۹زره او ۵۰۰ کسان د طالبانو په زندانونو کې ساتل کېږي چې دغه شمېر له ۲۰۲۱کال راهیسې خورا لوړ دی.
نصیر احمد فایق وايي:« د ښځو حقونه تر پښو لاندې کول په منظم ډول دوام لري. دا په شعوري ډول جنسیتي اپارټایډ دی، چې د طالبانو لهخوا د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون عملي کول، بدني سزاوې، د ښځو علني سپکاوی او غیرانساني چلند یې څرګندې بڼې دي.»
د ښاغلي فایق په وینا؛ دغه ډول کنوانسیون به د دولتونو ظرفیت لوړ کړي، چې د مجرمینو د محاکمې په برخه کې یو د بل ملاتړ وکړي او هغه قانوني تشه به ډکه کړي چې اوس «ظالمان» ترې کار اخلي.