ایران: په هریرود کې به د حقابې لپاره له هر ډول افزار کار واخلو

۵۴ دقيقې مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلګرۍ، پارلمان او د ایراني وګړو د چارو مرستیال وحید جلالزاده ویلي، چې دغه هېواد به د افغانستان له هریرود سیند څخه د خپلې حقابې لپاره له ډیپلوماسۍ او هرې ممکنه لارې کار واخلي.

وحید جلالزاده د اېرنا خبري اژانس خبریال سره په مرکه کې ویلي، د اوبو ډیپلوماسي د ایران د بهرنیو چارو او برېښنا وزارتونو له مهمو دندو څخه ده. هغه زیاته کړه: «موږ د خپل حقابې لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلو. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دغې موضوع لپاره افغانستان ته سفر کړی او زموږ د اوبو او برېښنا وزارت هم دغه موضوع څاري.»

نوموړي وړاندې ویلي، یاد وزارت به د خپلو ټولو هغو ولایتونو له والیانو او استازو سره وویني چې د اوبو له کمښت سره مخ دي. هغه وایي:« موږ به په ګډه هڅه وکړو، چې له افغانستان نه د خپلو اوبو حق ترلاسه کړو.»

جلالزاده د دویمې سیمه‌ییزې غونډې د همغږۍ لپاره مشهد ته تر سفر کولو وروسته وویل، دغه سیمه‌ییزه غونډه به د روان لمریز کال (د تلې په ۳۰مه نېټه) په مشهد کې جوړه شي او د لړم میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

د هغه په وینا؛ په دغه غونډه کې به د ایران د ختیځو ولایتونو والیان، د ګاونډیو هېوادونو سفیران، کارپوهان او پانګه‌وال برخه واخلي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو موضوع له پخوا راهیسې جنجالي وه؛ خو په ۱۳۵۱ کال کې د افغانستان د پخواني لومړي وزیر محمد موسی شفیق او د ایران لومړي وزیر هویدا ترمنځ د هلمند د اوبو په اړه تړون لاسلیک شو؛ خو ایران دغه تړون تر اوسه نه‌دی منلی او نه یې هم مراعت کړی دی.

د هلمند د اوبو موضوع لا نه‌ده حل شوې، چې ایران په هریرود سیند کې هم د حقابې موضوع راپورته کړه. ایران داسې مهال په هریرود کې د حقابې خبره راپورته کوي، چې طالبان له روسیې پرته بل هېواد په رسمیت نه پېژني او په نړۍواله کچه ملاتړ هم نه‌لري.

نور خبرونه

رادیو