په کراچۍ کې له اېستل شویو افغان کډوالو پاتې جایداد د غصبېدو په حال کې دی

۲ ساعتونه مخکې

کراچۍ کې د افغان کډوالو پاتې جایداد د غصب په حال کې دی. د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د کډوالو پنډغالي کې ۱۵۶۸۰افغانان اوسېدل. دغه کډوالو رسنیو ته ویلي، چې په یاده سیمه کې دوی دغه ځمکه د پيسو په بدل کې پېرلې وه او د پاکستان حکومت یې هغه مهال مخه نه نیوله؛ خو اوس د پلور اجازه نه ورکوي.

ډان ورځپاڼې چهارشنبه (د تلې ۲۳مه) د پولیسو د یوه لوړپوړي افسر په حواله لیکلي، هغه ځمکې چې د کراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې له افغان کډوالو پاتې شوې؛ دا وېره شته چې خلک یې غصب کړي. دغه لوړپوړي افسر وړاندیز کړی، چې باید د دغه ځمکو د ملکیت او حدودو د تثبیت د څېړلو لپار یوه کمېټه جوړه شي.

د لوېدیځې حوزې د پولیسو لوړپوړي افسر (DIG) عرفان علي بلوڅ د کراچۍ د پولیسو مشر ته په یوه لیک کې ویلي، د اړوندو ادارو له استازو دې یوه ځانګړې کمېټه جوړه شي چې د افغان کډوالو د پنډغالي ځمکه غصب نه‌شي.

دغه ځمکه په ملېر پرمختیایي دولتي ادارې (MDA) پورې اړه لري او ټولټال ۳۱۱۷ کورونه په‌کې جوړ شوي، چې له دې ډلې له ۲۰۰څخه تر ۲۵۰ پورې کورونه د پاکستانيانو دي.

راپورونه ښيي، چې په دغه پنډغالي کې پخوا نږدې ۱۵۶۸۰ افغانان اوسېدل. د دغه افغانانو له ډلې ۱۴۲۹۶ کسان یې په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته اېستل شوي او۱۳۸۴ یې د ستنېدو په حال کې دي.

افغان کډوالو رسنیو ته ویلي، چې دوی د دغه ځمکو ډېره برخه د پیسو په بدل کې پېرلې وه او د پاکستان حکومت هغه مهال د دغه کار مخه نه نیوله. دغه کډوال وايي، اوس حکومت اجازه نه‌ورکوي چې دغه جایداد دوی وپلوري.

ځينو کډوالو ویلي، چې دوی ته جایداد خو پرېږده د کور د سامان وړلو اجازه هم نه‌ده ورکړل شوې او یوازې په یوه جوړه کالیو کې په جبري توګه له کورونو اېستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو