د بیرجند سوداګریز ننداتون ته ۴۰۰ افغان سوداګر بلل شوي دي

۱ ساعت مخکې

د سوېلي خراسان ولایت په مرکز بیرجند ښار کې د اقتصادي او سوداګریزو توکو نندارتون پیل ته یوازې څو ورځې پاتې دي. دغه نندارتون به (د تلې په ۲۶مه) پیل او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي، چې تر اوسه ۴۰۰ افغان سوداګرو ته په‌کې بلنه ورکړل شوې.

د سویلي خراسان ولایت د اقتصادي همغږۍ مرستیال مهدي جعفري وویل، دغه نندارتون د افغانستان په بازارونو کې د ایراني تولیداتو د ځلېدو لپاره ښه فرصت دی. هغه ویلي، د نندارتون ځای او ټول لازم تجهیزات چمتو شوي او باید ایران د مېلمنو ښه خدمت وکړي.

جعفري د دغه نندارتون موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا وبلله او زیاته یې کړه، دغه نندارتون د پانګه‌والو د جذب، د صادراتو پراختیا او ظرفیتونو د معرفي کېدو لپاره مناسبه وسیله ده.

د هغه په وینا؛ تر اوسه په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره ۴۰۰ افغان سوداګرو بلنه منلې او د هغوی د ویزو صادرېدو بهیر روان دی. نوموړي زیاته کړه، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې له افغانستان سره د سويلي خراسان ولایت سوداګري د ارزښت له مخې ۱۲۳سلنه او د وزن له مخې ۷۴ سلنه ډېره شوې ده.

د ایراف خبري اژانس د راپور له مخې؛ دغه نندارتون په بشپړ ډول د خصوصي سکتور له‌خوا جوړېږي او د سويلي خراسان د سوداګرۍ خونه یې اجرایوي مسوولیت پر غاړه لري.

پخوا په اسلام‌کلا کې د افغانستان او ایران پر پوله ګډ بازار و، په دغه بازار کې به د دواړو هېوادونو سوداګریز مالونه خرڅېدل چې د نندارتون بڼه یې لرله؛ خو اوس دغه ګډ بازار نه‌شته.

اقتصادي شنونکي وايي، که طالبان هم په دغه نندارتون کې د افغانستان تولیدات نندارې ته وړاندې کړي او یا په افغانستان کې دغسې نندارتون جوړ کړي، د افغانستان سوداګریزو توکو ته به د نړۍوالو سوداګرو پام ور واړوي.

د اېراف د راپور له مخې؛ دغه نندارتون ته یوازې افغان سوداګر وربلل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو