په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي له خپل روسي سیال اېګور مورګولوف سره په لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د پانګونې فرصتونو او د سیمې د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
په چین کې د طالبانو سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې بلال کریمي د دواړو هېوادونو اړیکې مثبتې او د پراختیا په حال کې وبللې او له افغانستان نه یې د روسیې ملاتړ او د متقابل درناوي پر بنسټ تعامل وستایه.