د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد او د هند د صنعت او سوداګرۍ د وزیر جیتین پرساد تر منځ په کتنه کې پر دې هوکړه وشوه، چې د افغانستان او هند تر منځ د ګډې سوداګرۍ کمېټه جوړه شي. خو د دغو دواړو هېوادونو تر منځ لنډه ټرانزیتي لاره لانجمنه ده.
په دې کتنه کې چې د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) په نوي ډیلي کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغانستان او هند تر منځ د ګډې سوداګرۍ په برخه کې پر همکاریو هم خبرې وکړې او سوداګرو ته یې د اسانتیاو رامنځته کولو ژمنه وکړه.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې لهمخې، دواړو لوریو همداراز سلا وکړه چې د افغانسان او هند تر منځ د ګډې سوداګرۍ کمېټه به وخت پر وخت د سوداګریزو مسایلو په اړه بحث او غونډې ولري.
احمدالله زاهد په دې کتنه کې هندي لوري ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو څخه ګټه واخلي او په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د هند او افغانستان تر منځ لنډه ځمکنۍ ټرانزیتي لاره پر پاکستان ده او پاکستان ډېری وخت په دې برخه کې ستونزې جوړوي او ورسره لاره بندوي چې له امله یې افغان او هندي سوداګر سخت زیانمنېږي.