سمیع سادات: هبت‌الله د پاکستان د زور په مقابل کې خبرې نه‌کوي، یوازې پر افغانانو ظلم کوي

۳ ساعتونه مخکې

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) د افغانستان انټرنشنل- پښتو سپېس کې وویل، د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د پاکستان د زور په مقابل کې خبرې نه‌کوي، بلکې یوازې د مظلوم په مقابل کې په لوړ اواز خبرې کوي او یوازې پر افغانانو خپل ظلم ته دوام ورکوي.

جنرال سمیع سادات د لومړي ځل لپاره پر کابل د پاکستان هوايي برید یو «ګستاخانه» عمل وباله او له یاد هوايي برید وروسته د ډیورند کرښې په اوږدو کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه هم ورته جالبه ښکاري، ځکه طالبان د پاکستان محصول ګڼي.

سمیع سادات طالبان په درېیو برخو وېشي، یو دا چې د هبت‌الله او سراج‌الدین حقاني په ګډون شیوخ دي چې په وینا یې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای‌اېس‌ای) لاسپوڅي دي او دویم ګډ، وطني او سخت دریځه طالبان دي او درېیمه برخه یې بیا چې ۸۰ سلنه جوړوي طالب عسکر او تر امر لاندې یې دي.

د سادات په وینا، لومړۍ کټګوري طالبان د پاکستان په ګټه کار کوي ځکه خپله راتلونکې بېرته په پاکستان کې ګوري، خو طالب جنګي قومندانان بیا د پاکستان پر وړاندې د جدي دریځ پلوي دي.

هغه د طالبانو د مشر په تړاو زیاتوي: «هبت‌الله د پاکستان لاسپوڅی دی ځکه تر اوسه یې د پاکستان پر وړاندې د جګړې په تړاو هېڅ دریځ نه دی ښودلی او د زور په مقابل کې خبرې نه کوي، یوازې د مظلوم په مقابل کې د ده اواز لوړ وي.»

د نوموړي په باور، د پاکستان په ای‌اېس‌ای کې دوه ډلې دي؛ یو یې له مذهبي ډلو سره ښې اړیکې لري بل یې پر ضد دي او په وینا یې د ډیورند کرښه کې جګړه د افغانانو په تاوان ده، ځکه دواړه لوري افغانان زیانمنېږي.

هغه د پاکستان د هغې هیلې چې ګواکې افغانان ازاد او یو ریښتینی حکومت ولري په غبرګون کې ویلي: «پاکستان په خپله ازاد نه‌دی، سیاستوال یې یا بندیان کېږي او یا هم ترور کېږي. هلته نه سیاست او نه هم رسنۍ ازادې دي، پاکستان دې اول په خپل مملکت کې ازادي راولي.»

ایا پاکستان د افغانستان نظام بدلولی شي؟ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د سمیع سادات په باور، په افغانستان کې د نظام بدلون باید د افغانانو په لاس، د افغانانو په خوښه او ارادې سره رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو مشر له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې پر کابل او د ډیورند کرښې په اوږدو کې پر ځینو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو په تړاو تر اوسه هېڅ خبره نه ده کړې او همداراز په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله د ویجاړیو او اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو یې هم هېڅ نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو