د کندهار د دولتي ښوونځيو د کيفيت زوال؛ د طالبانو واکمنۍ کې د دولتي ښوونځیو کیفیت ټیټ شوی

۵ ساعتونه مخکې

په کندهار کې ځایي سرچینې وايي، چې د طالبانو په دويمې واکمنۍ کې د دولتي ښوونځیو کیفیت خورا ټیټ شوی؛ ځکه د ښوونځیو مشري طالبانو ته سپارل شوې، د څار څانګه لغوه شوې، له ساینسي علومو سره توپیري چلند کېږي، ډېری لابراتوارونه غیر فعال او اوس د ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم نه جوړېږي.

د داوودشاه کور د کندهار ښار په میروېس مېنه کې دی؛ خو هغه هر سهار خپل دوولس کلن زوی فرید پر موټرسایکل سپروي، په عینو مېنه کې یې یوه خصوصي ښوونځي ته بیايي او غرمه یې بېرته راولي، چې تګ راتګ یې یو ساعت وخت نیسي.
هغه وايي، د خصوصي ښوونځیو خاوندان د خپلې ګټې، زده‌کوونکو جذبولو او نورو خصوصي ښوونځیو سره د سیالۍ له امله هڅه کوي چې د خپلو ښوونځیو کیفیت لوړ کړي؛ د بېلګې په ډول تکړه ښوونکي وګوماري، ښه درسي مواد او چاپېریال برابر کړي، درسي بهیر په ښه ډول وڅاري او د زده‌کوونکو او د هغوی د کورنیو اندېښنو ته ځواب ووايي.
هغه زیاتوي، که څه هم ځینې خصوصي ښوونځي له زده‌کوونکو په یوه او بله پلمه پیسې غواړي او موخه یې یوازې شخصي ګټه ده؛ خو په ټوله کې یې کیفیت تر دولتي ښوونځیو ښه دی.

د ښوونځيو نامسلکي رهبري
سرچینې وايي، چې طالبانو په ښوونځیو کې د جمهوریت د دورې مدیران او سرښوونکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې ملایان، طالبان او قاریان مقرر کړي دي. د ښوونې او روزنې کارپوهان وايي، چې دغه کار پر درسي کیفیت ناوړه اغېزې کړې دي.
د سرور خان په نوم یو ښوونکی وايي، چې د جمهوریت پر مهال د نږدې هر ښوونځي مدیر او سرښوونکی د مدیریت ترڅنګ ښه ښوونکی هم و؛ که کوم ښوونکی به رخصت یا
غیر حاضر و، مدیر یا سرښوونکی به ټولګي ته ورغی او درس به یې ورکړ؛ خو د ښوونځیو اوسني مشران دغه استعداد او وړتیا نه‌لري.
هغه زیاتوي، کله چې د ښوونځي مدیر او سرښوونکی مسلکي نه وي درسي بهیر په علمي او مسلکي ډول نه شي څارلای؛ ځکه په درسي پلان، درسي میتود او ټولګي د کنټرول په لارو چارو نه پوهېږي، کله چې نه پوهېږي نو ښوونکو ته هم مسلکي لارښوونه نه شي کولای، په دې صورت کې که ښوونکی بې‌غوري کوي؛ خو مخه یې نه نیول کېږي.
د کندهار یو بل ښوونکی جبار خان وايي:« مسلکي مدیر او سرښوونکی هم د ښوونکو او هم د زده‌کوونکو ستونزې حل کولای شي. د دې ترڅنګ درسي بهیر هم ښه څارلای شي؛ که داسې یې وګڼو چې د فزیک، کېمیا او ریاضي ښوونکی کمزوری وي یا د درس لپاره چمتووالی ونه لري، دې نیمګړتیا ته د نامسلکي مدیر یا سرښوونکي نه ورپام کېږي.»
جبار خان زیاتوي، اوس د ښوونځیو د مشرانو پام یوازې د زده‌کوونکو کالیو، لنګوټو او ږېرو ته اوښتی دی، درسي بهیر ورته هیڅ ارزښت نه‌لري. که ټولګي ته ورځي نو یوازې دیني مضمونونه څاري.
د پیډاګوژۍ کارپوه عزیزالله خان وايي، چې مسلکي مدیر یا سرښوونکي پوهېږي چې هر ښوونکی یې څومره استعداد لري، باید له کومو درسي موادو او درسي میتودونو کار واخلي؛ د ښوونځیو مسلکي مشران ښوونکو ته یوازې په خوله لارښوونه نه کوي؛ بلکې په عملي ډول کار ورسره کوي.
عزیزالله خان زیاتوي، ډېری ښوونکي غواړي چې مسلک یې یو مضمون وي او دی د ځان د هوساينې لپاره د بل مضمون غوښتنه وکړي؛ لکه د ریاضي ښوونکی وايي، چې «زه د ورزش یا پښتو مضمون غواړم؛ خو مسلکي مشرتابه هڅه کوي، چې د هر مضمون لپاره مسلکي ښوونکی وګوماري او تر ګومارنې وروسته یې ګام په ګام وڅاري.»

د څار امریت لغوه کول
د راپورونو له مخې؛ طالبانو د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ په میاشت کې د ښوونکو د روزنې ۴۹ عالي موسسات (دارالمعلین) او دغه موسساتو سره تړلې ۱۹۸ نورې ادارې هم د ښوونې او روزنې وزارت له تشکیل څخه حذف کړې، تر هغه وروسته یې د کندهار د پوهنې ریاست د ښوونځیو د څار امریت هم لغوه کړ.
د کندهار یو ښوونکی صمد خان وايي، د کندهار دارالمعلین استادان د پوهنې ریاست له (تضمین او کیفیت امریت) سره یو ځای کړل شوي؛ اوس د ښوونځیو څارنه د دغه امریت پر غاړه ده، چې د مسلکي پرسونل شمېر یې تر ۲۰ ډېر نه‌دی.
معلم صمد خان زیاتوي، چې پخوا د څار څانګې ۸۰ غړي او د هر مضمون لپاره یې متخصص څارونکي لاره؛ خو اوس دغه څانګه یوازې ۲۰ غړي لري.
صمدخان زیاتوي، په ۲۰ کسانو د ۵۶۵ ښوونځیو څارنه مطلوبه پایله نه‌لري؛ اوس په کال کې هر ښوونځي ته یوازې یو څارونکی ورځي او هغه هم عمومي څارونکی دی او د هر مضمون لپاره جلا متخصص څارونکی نه‌شته.

د روزنیزو ورکشاپونو نشتوالی
سرچینه وايي، د جمهوریت پر مهال هر کال د ښځینه او نارینه ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپونه جوړېدل چې د نوو او پخوانیو ښوونکو ظرفیت په لوړلو کې یې مهم رول لاره؛ خو د طالبانو تر راتګ وروسته د ښوونکو لپاره یوازې یو ورکشاپ جوړ شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې دوه کاله مخکې یوې مرستندویه ادارې د ښځینه ښوونکو لپاره ۱۵ ورځنی ورکشاپ جوړ کړ؛ خو طالبانو ښځینه ښوونکو ته اجازه ورنه کړه او له امله یې یاد سیمینار یوازې د نارینه ښوونکو لپاره جوړ شو.

روغ ښوونځي او ویجاړ لابراتوارونه
سرچینه وايي، چې د ډېریو لېسو لابراتوارونه فلج شوي دي؛ کېدای شي کوم اسکلیټ په‌کې پاتې وي، نور پام نه ورته کېږي، حال دا چې له لابراتوار پرته ساینسي علوم نه زده کېږي.
سرچینه زیاتوي، چې طالبان له ساینسي علومو سره ښکاره تعصب کوي، د ديني مضمونونو په ساعتونو کې زده‌کوونکو ته وايي چې ساینس عبث علم دی؛ باید اخروي یا ديني علوم زده کړئ.
که په ټولو دولتي ادارو کې د یوې ډلې مطلق انحصار، کار اهل کار ته نه سپارل او عصري علومو سره دښمنۍ ته وګورو دا اټکل کولای شو، چې په ټولیز ډول د افغانستان د ښوونې او روزنې کیفیت خورا ټیټ شوی دی.
یادونه:
په دغه راپور کې د امنیتي لاملونو له مخې ټول لیکل شوي نومونه مستعار دي.

نور خبرونه

رادیو