د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د ډیورنډ کرښې هغې خوا کې پاکستاني پوځيانو اووه تنه افغان ولسي وګړي وژلي او غوښتل یې چې د خپلو دوو سرتېرو له جسدونو سره یې تبادله وکړي.
سرچینو د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) همدارنګه ویلي، چې وژل شوي کسان عصمتالله، یونس، دلبر، عبدالبصیر، عبدالهادي، مطیعالله او زلمی نومېږي، چې ټول د لښکرګاه او هلمند ولایت اوسېدونکي وو.
ځایي سرچینې ادعا کوي، چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د دغو افغان ولسي وګړو جسدونه د سیمې په هغې خوا کې د وژل شویو دوو پاکستاني سرتېرو له جسدونو سره تبادله کړي، چې ویل کېږي هغه دوه سرتېري په یاده سیمه کې له طالبانو سره په نښتو کې وژل شوي وو.
تر اوسه د طالبانو سرچینو او همداشان د پاکستان له لوري په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي خپرې شوي.
دا پېښه د طالبانو او د پاکستان د حکومت تر منځ د تازه پوځي ترینګلتیا په ترڅ کې شوې ده. په وروستیو ورځو کې د ډیورند کرښه د دواړو لوریو تر منځ د درنو نښتو شاهده وه، چې د څلورو کلونو په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر ټولو خونړۍ جګړه بلل شوې ده.
طالبانو ویلي، دا بریدونه یې د پاکستان د تېرو اوونیو هوایي بریدونو ته د غبرګون او «غچ» اخیستنې په توګه ترسره کړې دي. پاکستان تېره اوونۍ پر کابل او پکتیکا هوایي بریدونه کړي وو.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد تر دې دمه د خپلو ۹جنګیالیو وژل کېدل منلي دي، خو ادعا کوي چې په مقابل کې ۵۸پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
بلخوا، د پاکستان پوځ ویلي چې په دغو نښتو کې یې ۲۳سرتېري له لاسه ورکړي او شاوخوا ۲۰۰طالبان او هغوی پورې اړوند جنګیالي وژلي دي.
د دواړو لوریو تر منځ د دې تازه شخړې له امله د سیمې امنیتي وضعیت لا کړکېچن شوی او د ملکي مرګ ژوبلې زیاتوالي یې د خلکو اندېښنې راپارولې دي.