هندي شاعر او لیکوال: د طالبانو استازي ته د درناوي له کبله شرمېږم

۵ ساعتونه مخکې

د هند وتلي شاعر، لیکوال او روڼ‌اندي جاوېد اختر د هند د دیوبند په مدرسه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د تود هرکلي له امله توند غبرګون ښودلی او وایي: «د طالبانو استازي ته د درناوي له کبله شرمېږم.»

څو ورځې وړاندې متقي هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد اترا پردېش ایالت ته تللی و، چې دا د طالبانو د واکمنۍ له بیا راګرځېدو وروسته د یوه لوړپوړي طالب چارواکي لومړنی څرګند سفر بلل کېږي.

هندي رسنیو ویلي، چې هغه د خپل سفر پر مهال د دارالعلوم دیوبند (دیوبند مدرسه) له دیني عالمانو او مشرانو سره لیدلي او د طالبانو د مشرتابه پیغام یې هغوی ته رسولی دی. د ده دغه سفر او په ځانګړي ډول د دیوبند له خوا د تود هرکلي مراسم په هند کې له پراخ بحث او نیوکو سره مخ شوي دي.

په همدې تړاو جاوېد اختر پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «زه له شرم څخه ټیټ ګورم، کله چې دا وینم چې د طالبانو استازي ته د هغو کسانو له لوري درناوی کېږي، چې تل د ترهګرۍ پر ضد خبرې کوي. دا د شرم خبره ده چې دیوبند هم د هغه د هرکلي لپاره دومره درناوی ورکړ.»

ښاعلي اختر زیاته کړې، چې طالبانو د نجونو زده‌کړه په بشپړه توګه بنده کړې او دا د تعجب خبره ده، چې دیوبند د داسې یو کس هرکلی کوي چې د ښځو د تعلیم د بندیز ملاتړی دی.

هغه د هند خلکو ته په احساساتي ډول وايي: «زما هندي وروڼو او خویندو! موږ سره څه روان دي؟»

نور خبرونه

رادیو