د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند د صنعت او سوداګرۍ له استازو سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان او هند د سوداګرۍ کچه نږدې یو مېلیارد ډالرو ته رسېدلې او په ورته وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا زمینه برابره شوې ده.
نوموړي له هندي چارواکو وغوښتل، چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د اسانتیا په برخه کې اقدام وکړي؛ ترڅو د سوداګرۍ کچه نوره هم لوړه شي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې؛ متقي په نوي ډیلي کې د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې له فدراسیون سره په ګډه غونډه کې ویلي: «په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ شوی او اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو زمینه برابره شوې ده.»
د راپورونو له مخې؛ هندي صنعت کارانو او پانګهوالو د ویزو او ټرانزیټ په برخو کې د اسانتیاوو پر رامنځته کېدو ټنیګار کړی دی.
هند په وروستیو کلونو کې د افغانستان یو له سیمهییزو سوداګریزو شریکانو و؛ خو د پخواني حکومت له نسکورېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې کمې شوې.