د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د روسیې د انرژۍ اوونۍ په نړۍوال فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ. دغه وزارت یاد سفر د اوبو او انرژۍ وزارت لپاره یو مهم سفر بللی دی.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې لهمخې، عبداللطیف منصور به په یاد نړۍوال فورم کې له ګډون سربېره د انرژۍ او اوبو سکتورونو په برخو کې د متقابلو همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د افغانستان د انرژۍ سکتور د وړتیاوو د معرفي کولو په موخه د اړوندو هېوادونو له چارواکو سره هم وګوري.
دغه وزارت یاد سفر مهم بللی، ځکه په وینا یې د انرژۍ نړۍوال فورم د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، پانګونې او د انرژۍ د پراختیا په اړه د نظرونو د تبادلې مهم فرصت برابروي.
خبرپاڼه کاږي، عبداللطیف منصور به په دې سفر کې هڅې وکړي چې د اوبو او انرژۍ په برخو کې پانګونو ته ګډون کوونکي غړي هېوادونه وهڅوي.
د انرژۍ په نړۍوال فورم کې د دغه طالب چارواکي ګډون په داسې حال کې دی، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته انرژي وارداتي ده.