د طالبانو د کورنیو چارو وزارت: دا لا څرګنده نه‌ده، چې پر سلیم پیګیر برید شخصي و که سیاسي

۱۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، لاتراوسه څرګنده نه‌ده چې پر سیاسي کارپوه سلیم پیګیر برید شخصي انګېزه لرله که سیاسي. هغه زیاته کړې، چې سلیم پیګیر دا مهال په کابل کې تر درملنې لاندې دی او که اړتیا وي بهر ته به ولېږل شي.

هغه د طالبانو ملي ټلوېزیون ته په خبرو کې ویلي، چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني امر کړی که په کابل کې د هغه درملنه ونه شي؛ باید بهر ته واستول شي.

پر سلیم پیګیر (د تلې پر ۱۷مه نېټه) د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې حنظله جومات ته نږدې وسله‌وال برید وشو. د راپورونو له مخې؛ دوه کسان چې ځانونه یې له کاناډا څخه راستانه شوي افغانان بلل د هغه کور ته ورغلي او د خدای پامانۍ پر مهال یې پر پیګیر ډزې کړې دي.

د پیګیر کورنۍ پرون افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پېښې په تړاو یو بریدګر نیول شوی او بل یې تښتېدلی دی. سلیم پیګیر د افغانستان په رسنیو کې له مشهورو سیاسي شنونکو دی.

هغه به د خپلو خبرو په ترڅ کې د طالبانو د ادارې ملاتړ کاوه؛ خو د نجونو د ښوونځیو، د انټرنېټ بندیز او ځینو نورو مواردو کې د طالبانو پر ادارې نیوکې هم کولې. تر اوسه کوم شخص یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی.

نور خبرونه

رادیو