د طالبانو پوهنې وزارت په کابل کې د ملاهبت الله د فرمانونو لوحې لګولې دي

۲۳ ساعتونه مخکې

د کابل یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو پوهنې وزارت د ښوونیزو پیغامونو پرځای د خپلې ډلې د مشر فرمانونو ته تبلیغات کوي.

د خلکو په وینا، طالبانو د کابل ښار په ځینو سیمو کې پر لوحو د دې ډلې د مشر د فرمانونو ځینې برخې خپرې کړې دي.

د کابل ځینو ځایي اوسیدونکو نن دوشنبه، د تلې ۲۱مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت د ښار اړوند په ځینو سیمو کې پر لوحو د ناوړه دودونو په اړه د ملاهبت الله فرمانونو ته تبلیغ کوي.

په را رسېدلو انځورونو کې لیدل کیږي، چې د کابل په یوه واټ کې د طالبانو د پوهنې وزارت اړوند د نشراتو او عامه اړیکو ریاست د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه د ملاهبت الله د فرمان ځینې برخې د عامه پوهاوي لپاره پر بېلبورډونو او لوحو لګولي دي.

د کابل یوه اوسیدونکي وویل:« په تېر حکومت کې د پوهنې وزارت په لوحو کې د تعلیم ارزښت او د پوهنې اړوند شعارونه خپرېدل خو اوس طالبان ددغو لوحو له لارې د خپل مشر ملاهبت الله فرمانونه خپروي.»

د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته دې ډلې یو ځل بیا عصري زده کړې له پامه غورځولې او د دیني مدرسو جوړولو ته یې مخه کړې ده.

ځیني افغانان وايي، چې طالبان په دا ډول کړنو سره د قوانینو او عصري زده کړو د ارزښت کمولو هڅه کوي.

طالبانو له دې وړاندې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د خپل مشر د فرمانونو ځینې برخې پر بیلبورډونو خپرې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو