هبت الله اخوندزاده د طالبانو په ادارو کې نوې ګومارنې کړې دي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو مشر په یوه نوي حکم کې د خپلې ادارې په څو کلیدي وزارتونو، قول اردوګانو او ولایتونو کې نوې ګومارنې اعلان کړې دي. په دغو ګومارنو کې په څو وزارتونو کې د معینیت په کچه بدلونونه راغلي دي.

د طالبانو ویاندویانو ویلي، چې د نیمروز پخوانی والي محمد قاسم خالد د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې معیین ټاکل شوی او محمد وزیر بادشاه د همدغه وزارت د تامیناتو معیین په توګه ټاکل شوی دی.

په تازه بدلونونو کې، ملا عبدالحق همکار، چې تر دې مخکې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معیین و، اوس د ټولګټو وزارت د مالي او اداري معیین په توګه ټاکل شوی.

د بادغیس پخوانی والي محمد امین جان عمري د مخابراتو وزارت مالي او اداري معین ټاکل شوی او د خوست پخوانی والي مولوي عبدالقیوم روحاني د ۲۰۳ منصوري قول اردو قوماندان ټاکل شوی دی.

په همدې لړ کې، ملا محمد حنیف حمزه د بادغیس، مولوي عبدالمنان محمود د نیمروز او مولوي عبدالله مختار د خوست د نويو واليانو په توګه معرفي شوي دي.

قاري محمد اسماعیل راسخ د جوزجان امنیه قوماندان، او مولوي محب‌الله حماس د ننګرهار امنیه قوماندان ټاکل شوي دي.

سربېره پر دې، یو شمېر ولایتي مرستیالان او پوځي افسران هم سره ادل و بدل شوي دي.

له دې ډلې حافظ سیدالرحمن د زابل مرستیال، ملا فریدالله قیام د میدان وردګ مرستیال، او مولوي سردار محمد مدني د غزني ولایت مرستیال ټاکل شوی دی.

دغه راز مولوي عبدالستار صابر د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د رییس ارکان او حافظ عبدالرشید د خوست ښاروال په توګه دنده پیل کړې ده.

د طالبانو د نویو ګومارونو په اړه د چارو څارونکي په دې باور دي چې، طالبان یوازې خپل کسان ګوماري او په ګومارنو کې مسلکي ارونو ته پاملرنه نه کوي.

دا ګومارنې ښيي چې د طالبانو مشر لاهم د مسلکي کادرونو پرځای، د جګړې پر تجربه لرونکو طالب قوماندانانو تکیه کوي.

نور خبرونه

رادیو