طالبانو پر پاکستان غږ کړی چې له خپلو خلکو سره خبرو او مفاهمې ته کښېني

۲۲ ساعتونه مخکې

طالبانو په یوه اعلامیه کې د پاکستان تحریک لبیک ګوند پر اعتراضي ناستې برید خواشینوونکی بللی او په برید کې یې د پاکستان پوځ ښکیل ګڼلی.

طالبانو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د ستونزو اواري لپاره له خپلو خلکو سره خبرو او مفاهمې ته کښیني.

طالبانو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له اعلامیې وروسته، چې په افغانستان کې یې د خلکو د خوښې حکومت راتلو هیله پکې ښودلې، په یوه رسمي اعلامیه کې د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې له خپلو خلکو سره ستونزې د خبرو او مفاهمې له لارې اوارې کړي.

ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه، د تلې ۲۱مه، وویل، چې په پاکستان کې د لیبک تحریک اړوند مظاهره کوونکو باندې د پاکستان پوځ ډزې کړې دي. اعلامیې د یاد مذهبي ګوند پرلت د پاکستان له قانون سره سم ګڼلی دی.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي، «د ملکي خلکو پر وړاندې د دغه راز تاوتریخوالي او مرګ ژوبلې له امله سخت خواشیني او متاثره شوو».

د طالبانو ادارې د وژل شویو کسانو له کورنیو او ټول پاکستاني ولس سره خپله خواخوږي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې « په پاکستاني حکومت او په حاکم اړخ غږ کوو، چې د خپلو خلکو په وړاندې نور زور زیاتی ونه کړي او ستونزې د خبرو او مفاهمې له لارې حل کړي».

د یادونې وړ ده، چې د پنجاب په مریدکې سیمه کې د پاکستان د لبیک تحریک پلویانو او ددغه هېواد امنیتي ځواکونو ترمنځ د اخ ډپ له امله د یو پولیس افسر په ګډون څلور تنه وژل شوي دي او ۵۶ نور ټپیان دي.

دا په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر رسېدو وروسته لومړی ځل دی، چې طالبان د پاکستان د داخلي وضعیت په تړاو رسمي اعلامیه ور کوي.

نور خبرونه

رادیو