په پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري ایستنې له اعلان وروسته، د افغان زده کوونکو شمېر په بېسارې توګه کم شوی او ګڼې کورنۍ د نیول کېدو له وېرې خپل ماشومان له ښوونځیو را ګرځوي. په ورته وخت کې د افغان ښوونیزو بنسټونو مسوولان وايي، د ښوونځیو دوام هم له مالي ستونزو سره مخ شوی دی.
په خېبر پښتونخوا کې افغان کډوال چې په بېلابېلو برخو کې په زده کړو بوخت دي، له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
ددغه ایالت په ستر ښار پېښور کې د یو خصوصي ښوونځي د یوولسم ټولګي زده کوونکی عمران وایي: «موږ تمه لرله چې سږکال به ښه درسونه ولرو خو زموږ له شپېتو همصنفيانو یوازې شل کسان لیسې ته راغلي دي، ډېری ملګري مې نهدي راغلي.»
د عمران په وینا، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستنې پرېکړې نهیوازې د زدهکوونکو شمېر کم کړی، بلکې د زدهکړې پر بهیر یې هم اغېز کړی دی.
یو بل افغان زده کوونکی احسان الله چې د زده کړو لپاره له شاه کڅ نه تر پېښوره ۳۰ کیلومټره واټن وهي وایي، کورنۍ یې ورته هره ورځ اندېښمنه وي.
نوموړی وایي: «هر سهار چې ښوونځي ته ځم، مور او پلار راته وايي چې له احتیاطه کار واخله، هسې نه پولیس دې ونیسي او بېرته دې افغانستان ته واستوي، موږ اوس د وېرې تر سیوري لاندې زدهکړه کوو.»
د افغان کډوالو د اخراج په تړاو د پاکستان حکومت پرېکړې نه یوازې افغان زده کوونکي زیانمن کړي بلکې ښوونیزې ادارې یې هم له مالي بحران سره مخ کړې دي.
د روان کال د سپټمبر له شپږمې ، چې نوی تعلیمي کال پیل شوی، په خېبرپښتونخوا کې د افغان زده کوونکو لپاره د زدهکړې ډېر مرکزونه د مالي ستونزو له کبله د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.
د فضلمولا تورکي په نوم یو افغان، چې له شلو کلونو راهیسې په پېښور کې ښوونځی لري، وایي، د زدهکوونکو شمېر یې د تېر کال له ۳۰۰ تنو څخه ۱۸۰ ته راکم شوی دی.
هغه زیاتوي: «د ښوونځي د ودانۍ کرایه، د برېښنا بیلونه او د ښوونکو تنخواګانې ورکول نور زموږ له وسه وتلي دي، موږ په تاوان کې یو، خو هڅه کوو ښوونځی ونه تړو.»
د نوموړي په وینا، ډېری کورنۍ له دې وېرې ماشومان ښوونځي ته نهلېږي، چې د کال په نیمایي کې به له هېواده وشړل شي او د زدهکړې لړۍ به یې نیمګړې پاتې شي.
د طالبانو د سفارت د معلوماتو له مخې، په خیبر پښتونخوا، اسلاماباد، کراچۍ او بلوچستان کې شاوخوا ۸۰ افغان ښوونیز مرکزونه فعال دي، خو د زدهکوونکو شمېر په پرلهپسې توګه کمېږي.
دغه معلومات ښيي چې، د ۲۰۲۳ کال په پرتله سږکال د زدهکوونکو شمېر له ۱۸ زرو څخه تر ۱۰ زرو راټیټ شوی، چې ۷۰ سلنه یې هلکان او ۳۰ سلنه نجونې دي.
ددې کال په لومړیو کې، د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزارت امنیتي څانګې په رسمي لیک کې د خېبر پښتونخوا حکومت ته امر کړی و چې د ټولو افغان زدهکوونکو بشپړ معلومات د مارچ تر ۲۷مې پورې وړاندې کړي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هم تایید کړې چې د کډوالو د اجباري ایستنې له اعلان وروسته، ګڼ ښوونیز مرکزونه د زدهکوونکو او مالي سرچینو له کمښت سره مخ دي.
په پاکستان کې د کډوالو د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۴۲ افغان ښوونیز مرکزونه فعال دي چې ۵۶ زره ماشومان پکې زدهکړې کوي. په دغو مرکزونو کې ۶۰ سلنه هلکان او ۴۰ سلنه نجونې دي.
د تعلیم فعالان خبرداری ورکوي، چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، د زرګونو افغان ماشومانو راتلونکی به له نا معلوم برخلیک سره مخ شي.
یاده دې وي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې پاکستان اعلان وکړ چې ټول غیرقانوني افغان کډوال باید افغانستان ته واستول شي.
د حکومتي شمېرو له مخې، له هغې نېټې تر اوسه شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
اوس مهال، د بېلابېلو سرچینو په وینا، په پاکستان کې نږدې ۲،۹ مېلیونه افغانان مېشت دي، چې ځینې یې د (PoR)، ځینې د (ACC) کارت لرونکي دي، او شاوخوا نیم میلیون کسان هېڅ قانوني اسناد نهلري.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ له نښتې ورووسته د افغان کډوالو لپاره وضعیت لاهم ترینګلی شوی دی.