د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د ویاند وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، یاده ډله باید د افغانستان اړوند موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړي. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو ویاند باید پر هغو مسایلو له تبصره کولو ډډه وکړي، چې د دوی له صلاحیته بهر دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په یوه اعلامیه کې د پاکستان تحریک لبیک ګوند پر اعتراضي ناستې برید خواشینوونکی وباله او په برید کې یې د پاکستان پوځ ښکېل ګڼلی. طالبانو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د ستونزو اواري لپاره له خپلو خلکو سره خبرو او مفاهمې ته کېني.
ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه، د تلې ۲۱مه، وویل، چې په پاکستان کې د لیبک تحریک اړوند مظاهره کوونکو باندې د پاکستان پوځ ډزې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ټینګار کړی، چې طالبان باید د دوی په چارو کې لاسوهنه ونکړي او زیاته کړې یې ده: «د نورو هېوادونو په چارو کې د نه لاسوهنې اصل باید د نړۍوالو ډیپلوماتیکو اصولو له مخې رعایت شي. پاکستان د خپلو کورنیو چارو په اړه د بهرنيانو د مشورو اړتیا نه لري.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې دوی د طالبانو له رژیم څخه تمه لري څو د دوحې د بهیر پر مهال له نړۍوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې او مکلفیتونه پلي کړي.
دغه وزارت یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پرضد و نه کارول شي او همداراز وایي، چې یاده ډله دې د بېاساسه تبلیغاتو د بوختېدو پر ځای د یوه ټولګډونه او رښتیني استازولي لرونکي حکومت په جوړولو تمرکز وکړي.