په بدخشان کې د طالبانو خپلمنځي نښتې مرګ ژوبله اړولې ده

پرون

د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د طالبانو سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېر ماښام د یادې ولسوالۍ د سرو زرو پر یوه کان د بدخشاني او هلمندي طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

د سرچینو په وینا، ۸ هلمندي طالبان او دوه بدخشاني طالبان په نښته کې وژل شوي دي.

د سیمه ییزو طالبانو سرچینو نن دوشنبه، د تلې ۲۱مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه نښتې د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ په یالور کلي کې وشوې. د سرچینو په وینا، نښته لاهم روانه ده.

سرچینې وايي، په دغو نښتو کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي، خو کره شمېر یې نشته.

ویل کیږي چې د یاوان ولسوالۍ د حقوقو او ترافیکو مدیران هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دي.

د یوې سرچینې په وینا، نښته سیمه ییزو طالبانو پیل کړې ده.

د یوې سرچینې په وینا، غیر بومي طالبانو په بدخشان کې د والي او د طالبانو د امنیه قوماندان په مرسته کانونه نیولي او له کانونو څخه هیڅ بدخشاني طالبانو ته هیڅ عاید نه رسیږي.

نور خبرونه

رادیو