د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، چې طالبان د افغانستان د مذهبي لږکیو د خوندیتوب ضمانت کوي او دوی به د هندوانو او سیکانو عبادت ځایونه ورغوي.
متقي،دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د افغان هندوانو او سیک له یو شمېر مشرانو سره د کتنې پر مهال کړي دي. دا ناسته د هند د سوداګرۍ او صنعتونو د فدراسیون په دفتر کې ترسره شوې ده.
په غونډه کې د افغان هندوانو او سیکانو استازو له متقي غوښتي، چې د طالبانو په حکومت کې لږ تر لږه دوه استازي د دوی له ټولنو څخه وګوماري. دوی همداراز له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د دوی د معبدونو د ویجاړۍ مخه ونیسي او د زیاتې استازولۍ زمینه ورته برابره کړي.
په نوي ډیلي کې د «ګورو نانک صاحبجي» عبادتځای مشر ګلجیت سینګ ویلي: «په افغانستان کې د ګڼ شمېر ګوردوارو او معبدونو دېوالونه زیانمن شوي چې ترمیم ته اړتیا لري، موږ د دغو مقدسو ځایونو د بیا رغونې غوښتنه کوو.»
له ۲۰۲۱کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان ډېری هندوان او سیکان د امنیتي ګواښونو له امله له هېواده وتلي دي. متقي په دې لیدنه کې هغوی ته بلنه ورکړې چې بېرته افغانستان ته ستانه شي او ویلي یې دي، چې طالبان د دوی د خوندیتوب لپاره هڅې کوي.