د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت (یکشنبه د تلې ۲۰مه) د ډيورند کرښې په اوږدو کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ له جګړې وروسته وویل، اسلام‌اباد دا هیله لري چې یوه ورځ افغان ولس له فشارونو ازاد او د یوه ریښتیني حکومت مالکان شي. دغو څرګندونو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

د پاکستان دولت د طالبانو له څه باندې څلور کلن حاکمیت وروسته د روانې اوونۍ په سر کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته د «رژیم» خطاب وکړ او دا د طالبانو پر وړاندې د اسلام‌اباد په تګلاره کې ستر بدلون ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، پاکستان خوشحاله و او ان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د پاکستان د وخت د استخباراتو رييس فیض حمید په کابل کې و او دا د دې ښکارندويي کوي، چې ګواکې پاکستان خپلې موخې ته هغه دا چې افغانستان به تر لاس لاندې هېواد وي، رسېدلی دی.

دغه اړیکې ورو ورو سړې شوې او د طالبانو په تېره څلور کلنه دوره کې کله نا کله د ډيورند کرښې په اوږدو کې لنډ مهاله وسله والې نښتې هم وشوې، خو له دې سره سره پاکستان په نړۍوال ستېج کې د طالبانو په ملاتړ څرګندونې کولې او دغو څرګندونو د پخوانیو طالب چارواکو غبرګونونه راپارولي و او په ډاګه کړې یې وه، چې پاکستان حق نه‌لري د افغانستان په اسازیتوب په نړۍوالو غونډو کې خبرې وکړي، خو طالب چارواکو بیا یادې څرګندونې د افغانستان په ګټه بللې.

سره له دې چې د پاکستان چارواکو څو ځلي افغانستان ته سفر وکړ او طالب چارواکو بیا په درېیمو هېوادونو کې له پاکستاني چارواکو سره کتل، بالاخره پاکستان هوډ وکړ چې اسلام‌اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي سفر ته زمینه برابره کړي او ورسره یې د روان کال د زمري میاشتې په نیمايي کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا امیرخان متقي ته د سفر د معافیت غوښتنه وکړه، خو د یاد معافیت پر اخیستلو بریالی نشو.

پاکستان په دغې چارې کې له ناکامۍ وروسته هڅه وکړه، چې د روان کال د وږي میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د مخالفو سیاستوالو د غونډې کوربتوب وکړي، خو له ګڼو غبرګونونو وروسته دغه غونډه وځنډېده او بالاخره دغه دوه ورځنۍ غونډه د تلې په اوومه په اسلام اباد کې ترسره شوه او ګډونوالو یې په اسلام‌اباد کې د طالبانو د مخالفو سیاستوالو لپاره د یوه دفتر د پرانېستنې غوښتنه وکړه.

په اسلام اباد کې د طالبانو د مخالفو سیاستوالو غونډه

له دغې غونډې وروسته هند د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ته د سفر د معافیت پر اخیستو بریالی شو او ورسره امیرخان متقي د تلې پر ۱۶مه نوي ډیلي ته سفر وکړ.

امیرخان متقي - هند

هند ته چې پاکستان یې ازلي دوښمن بولي د امیرخان متقي د سفر په سبا یعنې د تېرې پنجشنبې د تلې پر ۱۷مه د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ. پاکستان پرته له دې چې په رسمي توګه د یاد برید مسوولیت ومني ویې ویل، د پاکستان د خلکو د امنیت لپاره هر هغه کار چې لازم وي کوي یې.

په هغه وخت کې د طالبانو دفاع وزارت یاد برید بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن او له خپل حریم څخه یې دفاع خپل حق وباله او خبرداری یې ورکړ، که له دې وروسته وضعیت هر څومره ترینګلی کېږي مسوولیت به يې د پاکستان پوځ پر غاړه وي.

طالبانو بیا په دویمه شپه یې (د شنبې په ماخوستن د تلې ۱۹مه) په شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره فرضي کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم ځمکني عملیات پیل کړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام وکړ او بیا طالبان رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.

اسلام اباد بیا پر پاکستان د افغان طالبانو بریدونه بې دلیله وبلل، خو افغان طالبانو خبرداری ورکړی که پاکستان بیاځلي د افغانستان حریم نقض کړي، نو په کلکه به ځواب ورکړي.

له دغې جګړې وروسته په افغانستان او پاکستان کې تبلیغاتو زور واخیست دواړو لورو یو بل ته د درنې مرګې ژوبلې د اړولو ادعا وکړه او لا هم په کره توګه روښانه نه ده، چې په دغې جګړې کې دواړو لوریو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې او همداراز ولسي وګړو ته د زیان کچه څومره ده.

بالاخره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ماښام (د تلې ۲۰مه) وویل، اسلام اباد د یوه سوله ییز، سوکاله، ټول شموله او د سیمې له هېوادونو سره په اړیکه کې د افغانستان غوښتونکی دی. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې په ډاګه وویل: «موږ دا هیله هم لرو چې یوه ورځ به د افغانستان ولس له فشارونو ازاد او د یوه ريښتیني حکومت له لوري اداره شي.»

د پاکستان دغو څرګندونو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. اوس نو دا پوښتنه رامنځته شوې، چې ایا پاکستان په افغانستان کې نظام بدلولی شي؟ دغو پوښتنه مو د افغانستان له یو شمېر پخوانیو نظامي او ملکي چارواکو پوښتلې ده.

د تېر نظام یو شمېر نظامي او ملکي چارواکي د پاکستان دغه څرګندونې د ټولو منل شویو اصولو او نړۍوالو قوانینو خلاف او د پاکستان په تاوان بولي او ځینې یې بیا هم پاکستان پر دوه ګوني سیاست تورنوي او وايي، د پاکستان لپاره په افغانستان کې ضعیف حکومت یو ایډیال نظام دی، ځکه په ټول عمر کې یې دغه ډول یوه وضعیت ته کار کړی دی.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل د افغانستان په تړاو د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو وروستۍ څرګندونې چې ګواکې افغانستان به ازاد کړي او یا به هم رژیم بدل کړي غېر مسوولانه بللي او په وینا یې داسې ښکاري چې د پاکستان له پوځ او حکومت څخه لاره ورکه ده.

میاخېل زیاتوي، «زه فکر کوم چې دغه ډول بې مسوولیته څرګندونې که پاکستان ورته دوام ورکړي پاکستان ته د ګټې پر ځای تاوان کوي. ځکه چې په منطقه کې جنګونه او افراطیت اضافه کېږي او څومره چې منطقه بې ثباته کېږي افغانستان بې ثباته کېږي، دا د افغانانو او پاکستان په ګټه نه ده، خو متاسفانه پاکستان د خپلو غلطو پالیسیو قرباني دی چې په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان په اړه یې درلودلې.»

د تېر نظام د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او په کاناډا کې د افغانستان سفیره شینکۍ کړوخېل بیا د پاکستان دغو څرګندونو ته هم د شک په سترګه ګوري او وايي، په لومړي سر کې پاکستان نه‌شی کولی په نورو هېوادونو کې نظامونه بدل کړي او یوازې پر وړاندې یې امنیتي ستونزې، اقتصادي فشارونه او د منزوي کېدو په برخو هڅې کولی شي او په وینا یې د پاکستان لپاره د طالبانو اوسنی نظام یو ایډیال نظام دی او دوی ټول عمر په افغانستان کې د دغه ډول یوه حکومت جوړېدو ته چې یو ضعیف حکومت او پاکستان ته اړ وي زیار اېستلی دی.

کړوخېل زیاتوي: «زه فکر نه کوم چې پاکستان د دغه ډول نظام د تګ ارزو ولري بلکې تل هر ډول نظام چې په افغانستان کې وي هغه اداره به دوی په مختلفو فشارونو ننګوي چې څنګه چې اوس غواړي طالبان هم وننګوي دوی غواړي طالبان په خپل ځای پاتې شي او د پاکستان غوښتنو ته لبیک ووايي او له دوی سره همکار پاتې شي.»

ازاد خبریال رحمان بونیري بیا وايي، له شاوخوا ۷ میاشتو راهیسې د افغان طالبانو پر وړاندې د پاکستان په تګلارو کې بدلون راغلی او په دې موده کې یې د افغانستان پر خلاف تبلیغات کړي، چې ګواکې طالبانو په خپله خاوره کې ترهګرو ته ځای ورکړی او هغه یې د پاکستان او نړۍ لپاره ستر ګواښ بللي او دا څو ورځې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته د «رژيم» ویل په دغې تګلاره کې یو لوی بدلون بلل کېږي.

هغه وايي: «پاکستان په دې سیاسي چال کې تر کومه حده بریالی کېدای شي؟ پر دې که یو ټکی ووایم په اسلام اباد کې د اوسنیو واکمنو د مخالفینو کومه غونډه چې وه شاید د هغه پيل وي. په راتلونکې کې انتظار پکار دی ځکه پالیسۍ کې لوی بدلون راغلی دی.»

له دې سره سم، په خېبرپښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند ولایتي مشر سردار حسین بابک بیا وايي، د کرښې دواړو خواوو ته د یوې ژبې، یوه مذهب او یوه قوم خلک اوسېږي او دغه ډول څرګندونې د حالاتو د ښه کولو پر ځای حالات لا نور هم خرابوي.

بابک زیاتوي: «دغه ډول سختۍ د دواړو ریاستونو په ګټه نه دي، دا تاوان دی دا د یوې ژبې، یوه مذهب او یوه قوم خلک دي دا ګاوند به ټول عمر ګاوندی وي، ګاونډی خو نه بدلېږي نو دغه وضعیت به مشکلات لا ډېر کړي او ورسره سیمه هم زیانمنېږي.»

شالید:

پاکستان له شاوخوا نیمې پېړۍ راهیسې تل هڅه کړې، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکېل پاتې شي. پاکستان پر نیابتي ځواکونو په تکیه او د «عمق ستراتیژيک» په شعار سره د افغانستان د لاندې کولو په لټه کې پاتې شوی، خو دغې استخباراتي پالیسۍ په عمل کې نه یوازې دا چې په افغانستان کې، بلکې په خپله پاکستان کې هم د ترهګرۍ او سخت دریځۍ ریښې پراخې کړي او هغه څه چې یو وخت «د نفوذ وسیله» بلل کېده، نن د پاکستان د «امنیت او اقتصاد د پاشل کېدو پر لامل» بدله شوې ده.

د افغانستان د تېر نظام د ملي امنیت پخوانی رييس رحمت‌الله نبیل وايي، «اوس ګورو چې د ناسمو محاسبو له امله پاکستان په عمل کې د نیابتي او د سخت دریځۍ د ترویج پروژو په مدیریت کې په داسې یو مسیر کې راګیر شوی، چې په خپله د خپلو لاسپوڅو له لوري د نیابتي جګړې پر ډګر بدلېدونکی دی.»

د نبیل په وینا، پاکستان چې یو وخت سخت دریځه ځواکونه پر نورو د فشار راوړلو لپاره روزلي و، اوس د پاکستان پر ضد پر یوه واقعي ګواښ بدل شوي او دا داسې ګواښ دی چې په شعارونو سره د راکابو کېدو وړ نه ده.»

د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رييس په باور، پاکستان دا ځل د نیابتي ځواکونو له لوري نه، بلکې نېغ په نېغه د افغانستان په ناورین کې ښکېل شوی او هغه لومه یې چې له پنځو لسیزو راهیسې نورو ته کېښوده، نن په خپله په‌کې راګیر شوی دی.

رحمت‌الله نبیل په سیمه کې د قدرتونو په موازنه کې بدلونونو او پټو استخباراتي سیالیو ته په اشارې سره وايي، پاکستان له سیاسي او امنیتي اړخه له جدي ګواښونو سره مخ دی چې اوس نه شاته تللی شي او نه هم مخته.

د نوموړي په باور، په پاکستان کې سیاسي ناورین، اقتصادي فشار، ټولنیزه نا رضایتي او د داخلي وسله والو ډلو ګواښونه ټول د ناسمو پالیسیو پایله ده، چې یو وخت به یې نورو ته جوړاوه، خو دا ځل په خپله طراحان یې په لومه کې راګیر شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو لا تر اوسه د پاکستان د دغو وروستیو څرګندونو ته هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو