د ههنګاو په نوم د بشري حقونو یو سازمان ویلي، چې ایران د یوه افغان په ګډون پنځه کسان اعدام کړي دي. دغه سازمان وایي، نوموړی افغان د نشهيي توکو د قاچاقو په جرم نیول شوی و او د ایران د عدلي او قضایي ادارو لهخوا په اعدام محګوم شوی و.
دغه سازمان زیاتوي، چې تر دې مهاله د دغه افغان هویت نهدی څرګند شوی او د هغه د پېژندنې هڅې روانې دي. یاد سازمان د روان کال د سپټمبر په لومړیو میاشتو کې هم راپور ورکړی و، چې په ایران کې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې لږترلږه ۵۹ افغانان اعدام شوي دي.
په ورته وخت کې د ایران د بشري حقونو سازمان هم د سپټمبر په لومړیو کې اعلان وکړ، چې په روان کال کې د ایران د اعدامونو شمېر د تېر کال پرتله دوه برابره ډېر شوی دی.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې؛ ایراني چارواکو په تېرو ۸ میاشتو کې لږترلږه ۸۶۴ کسان اعدام کړي دي. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویلي و، چې د ایران حکومت د اعدام سزا لغوه کولو ډېر غوښتنلیکونه نهدي منلي.
نوموړي سازمان یو ځل بیا له ایران نه غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د اعدامونو لړۍ ودروي.