د طالبانو د پېژندنې لپاره د بلخ والي د تاجکستان علماو ته د هبت الله د ویناو کتابونه ورکړي

۱۷ ساعتونه مخکې

د بلخ لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د دغه ولایت والي تاجکستان ته د خپل سفر پر مهال یو شمېر دیني علماو د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د ویناو او پالیسیو کتابونه او د طالبانو منشور په دې موخه ورکړي چې د دوی د مفکورې په تړاو معلومات تر لاسه کړي.

د طالبانو د چارواکو له لوري د ګاونډیو هېوادونو د دیني علماو او چارواکو سره د اړیکو جوړول د دوی د نړۍوالې پېژندنې د هڅو یوه برخه بلل کېږي.
د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا د پنجشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته سفر کړی او د یاد هېواد له چارواکو سره د لېدنې پر مهال یې د ډېپلوماټیکو اړیکو ټینګلو غوښتنه کړې ده.

یوسف وفا د تاجکستان په بلنه د یاد هېواد پلازمېني دوشنبې ته سفر کړی او د یاد سفر پرمهال یې د تاجکستان د سرحدونو د قوماندان خورشید عطازاده او د استخباراتو وزیر سیدمومن ستاراویچ سره په کتنه کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې پر ګډې همکارۍ هم ټینګار کړی دی.

نور خبرونه

رادیو