د طالبانو مشر امر کړی چې د کونړ پر سیند دې د بندونو د جوړولو چارې ژر تر ژره پیل شي

۷ ورځې مخکې

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مهاجر فراهي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ته ملا هبت الله اخوند زاده امر کړی چې د کونړ پر سیند د بندونو د جوړولو چارې چې هر څومره ژر ممکن وي، پیل کړي.

نوموړي زیاته کړې، ملا هبت الله سپارښتنه کړې چې تړونونه دې له کورنیو شرکتونو سره وشي او نور دې بهرنیو شرکتونه ته انتظار نه کوي.

بل خوا د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور ویلي: “افغانان حق لري چې خپلې اوبه مدیریت کړي.”

پر کونړ سیند د بندونو د جوړولو موضوع له کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه حساسه او جنجالي مساله ده. د دغه سیند لویه برخه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي او وروسته د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو ته ننوځي چې هلته د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره کارول کېږي.

پاکستان له پخوا راهیسې اندېښنه څرګنده کړې چې که افغانستان د کونړ پر سیند بندونه جوړ کړي، د پاکستان خړوبیز نظام، برېښنا او د اوبو لاره به زیانمنه شي. خو افغان چارواکو تل ویلي چې د افغانستان د اوبو حق باید د نړۍوالو اصولو او د دوه اړخیز احترام پر بنسټ مدیریت شي.

په تېرو دوو لسیزو کې څو ځله د کونړ د بندونو د جوړولو طرحې وړاندې شوې، خو د ناامنیو، تخنیکي ننګونو او د پاکستان له فشارونو سره یو ځای د حکومتونو د کمزورۍ له امله عملي نه شوې.

شننونکي وايي چې که د کونړ پر سیند بندونه جوړ شي، دا به نه یوازې د خوارځواکۍ او برېښنا د تولید لپاره ګټور وي، بلکې د افغانستان د اوبو د خپلواک مدیریت لپاره به یو ستر ګام وي، خو په ورته وخت کې دا اقدام به یو ځل بیا د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي.

نور خبرونه

رادیو