کابل کې د ایران سفیر: افغان کارګرو ته ویزه یوازې د کارورکونکي له رسمي اجازې سره ورکول کېږي

۱۸ ساعتونه مخکې

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي، ویلي چې د نوي طرحې له مخې به د کار ویزې یوازې هغو افغان وګړو ته ورکړل شي، چې له ایراني کارورکونکي رسمي بلنه یا اجازنامه ولري.

بیکدلي ټینګار کړی چې د افغانستان وګړي باید د کاري ویزې ترلاسه کولو لپاره سفارت یا قونسولګرۍ ته مراجعه ونکړي، ځکه ټول بهیر به د ایران د کار وزارت له لارې ترسره کېږي.

د دې طرحې له مخې، ایران پلان لري ۲۰۰زره د کار ویزې د افغان کارګرانو لپاره صادرې کړي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په تېرو دوو کلونو کې د میلیونونو افغان کډوالو له اخراج وروسته، د ایران ځینې صنعتونه، په ځانګړي ډول د ودانیزو چارو برخه د کاري ځواک له کمښت سره مخ شوي دي.

بیکدلي د پنجشنبې په ماښام د مشهد ښار په یوه غونډه کې ویلي: « هغه ایراني کارورکونکي چې افغان کارګرانو اړتیا لري، باید د ایران د کار وزارت له لارې قانوني مراحل بشپړ کړي او د افغان کارګر د را بلنې لپاره رسمي غوښتنلیک وړاندې کړي.»

نوموړي زیاته کړه: «په دې طرحه کې د افغان غوښتونکو لومړنۍ مراجعه سفارت یا قونسولګرۍ ته اړتیا نه لري. کله چې کار ورکونکی په ایران کې غوښتنه ثبت کړي او رسمي اجازه ترلاسه کړي، دغه اجازه سفارت ته استول کېږي او متقاضی ته ابلاغېږي. وروسته له هغه، افغان کارګر کولای شي د یاد سند په لرلو سره د ایران د سفارت قونسولي څانګې ته ورشي او د کار ویزې او اقامت قانوني پړاوونه ترسره کړي.»

نور خبرونه

رادیو