د بشري حقونو څار بنسټ: طالبان له «هزاره» بندي خبریالانو سره بد چلند کوي

۲ ورځې مخکې

د بشري حقونو څار بنسټ په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه په یوه نوي راپور کې ویلي، طالبان د قومي لږکیو، په ځانګړې توګه د هزاره خبریالانو سره ډیر بد چلند کوي.

په دې راپور د یوه خبریال له قوله ویل شوي «طالبان هزاره خبریالان خپل دښمنان ګڼي.»

یو بل هزاره خبریال د بشري حقونو څار سازمان ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د هغه د نیول کیدو پر مهال پر هغه ملنډې وهلې او ویلي یې: «یو هزاره ماشوم څنګه جریت کوي چې زموږ پر وړاندې خبرې وکړي؟ موږ د امریکایانو پر وړاندې جګړه وګټله، ته څه فکر کوې چې ته څوک یې؟ ته زموږ لپاره هیڅ نه یې! موږ هرکله چې وغواړو تاسو وژلی شو.»

راپور زیاتوي چې هزاره خبریالان له زیات محدودیت سره مخ دي، ځکه د طالبانو استخبارات په هزاره مېشتو سیمو کې ډېر فعال دي.

دغه سازمان زیاته کړه، چې یو شمیر خبریالان چې د طالبانو په محکمو کې برایت ورکړل شوی ممکن لاهم د دې ډلې لخوا د شکنجې او بد چلند سره مخ شي.

یو بل خبریال دغه سازمان ته ویلي:«زه مدافع وکیل نه‌ لرم. هېڅوک جرایت نشي کولی د یو خبریال وکیل شي. ما ته وویل شول چې د طالبانو پر ضد تبلیغ مې کړی. ګواښ یې وکړ چې که بې‌ ګناه هم وي، کېدای شي ووژل شم.»

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو استخبارات او د امر بالمعروف اداره د هغو بریدونو اصلي عاملان دي، چې د رسنیو پر دفترونو، د خبریالانو پر کورونو او د هغوی پر ضد د شکنجې په برخه کې ترسره کېږي.

طالبان خبریالان د جاسوسي، له مخالفو ډلو یا نړیوالو رسنیو سره د اړیکو، د داعش یا د طالبانو داخلي اختلافاتو په اړه راپورونه جوړولو په تور نیسي.

د بشري حقونو څار سازمان په وینا د طالبانو مسولین د خبریالانو کمپیوټرونه او موبایلونه ضبطوي، د هغوی پیغامونو او اړیکو ته لاسرسی پیدا کوي.

دغه بنسټ وایي، د افغانستان دننه خبریالانو ته دا ډېره خطرناکه ده چې د بهر مېشتو رسینو سره اړیکه ولري‌ او یا فعالیت ورسره وکړي؛ ځکه طالبان دا رسنۍ د مخالفانو سره تړلې او د خپل واک لپاره ګواښ ګڼي.

په هرات کې یوه خبریال ویلي: «کله چې د بهر مېشتو رسنیو له لوري یو انتقادي راپور خپرېږي، طالبان موږ احضاروي او پوښتنې کوي. هغوی شک لري چې موږ هغه راپورونه ورلېږلي دي.»

په راپور کې راغلي، چې طالبان هغه خبریالان چې د تبعیدي رسنیو سره د همکارۍ په تور نیسي، ډېر سخت شکنجه کوي او له هغوی څخه تعهد اخلي چې نور به ورسره همکاري نه کوي.

یو خبریال ویلي:«په ۲۰۲۳ کال کې زه له دوو نورو خبریالانو سره یو ځای د جاسوسۍ او د امارت پر ضد د خبر په تور ونیول شوم. موږ مجبور شو چې یو لیک لاسلیک کړو چې نور به دا کار نه کوو. دوه اوونۍ وروسته بیا راوغوښتل شو او زندان ته یوړل شو. د استخباراتو یو لوړپوړي افسر شکنجه کړم، پلاستیکي کڅوړه یې پر سر راکش کړه څو ساه وانخلم، پر مخ یې وهلم، لاسونه او پښې یې راتړلي وو، څو ځله یې ساه رابنده کړه او هره شپه له یو ساعت ډېر یې شکنجه را کول. هغوی موږ ته د امریکایانو بچي ویل او تور یې لګاوه چې له تبعیدي رسنیو سره کار کوو.»

د بشري حقونو څار سازمان ته یو شمېر خبریالانو ویلي چې د سخت وهلو له امله یې د مخ هډوکي او غاښونه مات شوي دي.

یو شمېر نورو خبریالانو ویلي چې طالبانو دوی وهلي او ورته ویلي یې دي که غواړي خوشې شي، باید د تل لپاره له خبریالۍ لاس واخلي.

په راپور کې راغلي چې خبریالان حق نه لري د طالبانو د محاکمو، د طالبانو د داخلي اختلافاتو یا د هغو موضوعاتو په اړه راپور جوړ کړي، چې د طالبانو د رسنیزې پالیسۍ خلاف وي؛ که دا کار وکړي، نیول کېږي او سزا ورکول کېږي.

سازمان دا هم ویلي، چې په افغانستان کې خبریالان د اجباري ورکېدو قرباني کېږي او کله چې طالبان یې ونیسي، د هغوی کورنۍ اونۍ‌ اونۍ د هغوی له برخلیک څخه بې‌ خبره پاتې کېږي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې پر رسنیو او خبریالانو پراخ محدودیتونه لګولي، د رسنیو دفترونو ته ورغلي، د خپرونو فعالیتونه یې درولي او ګڼ خبریالان یې نیولي دي.

طالبانو د رسنیو د خپرونو د محتوا پر څارنه هم سخت محدودیتونه لګولي او د ژوندیو موجوداتو انځور خپرول یې په ډېرو ولایتونو کې منع کړي دي.

نور خبرونه

رادیو