د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونه: پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي

۱۴ ساعتونه مخکې

د افغانستان د مدني ټولنې یو شمېر بنسټونو او په پاکستان کې مېشتو افغانانو له اسلام‌اباد څخه غوښتنه کړې چې د افغان پناه‌غوښتونکو د جبري ایستلو لړۍ دې سمدستي دروي.

یادو بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې لسګونه بې‌اسناده افغان کډوال نیول شوي او یا په زوره افغانستان ته شړل شوي دي، چې دا کار د نړیوالو قوانینو او د ۱۹۵۱کال د کډوالو د کنوانسیون ښکاره نقض بلل کېږي.

مدني بنسټونه وایي، نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنري، اروپایي ټولنه او د اسلامي همکاریو سازمان باید د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي، څو د کډوالو د ایستلو بهیر ودرېږي او د هغوی بشري حقونه خوندي پاتې شي.

په اعلامیه کې غوښتنه شوې چې د افغان کډوالو د بیا میشتېدو او خوندي هېوادونو ته د انتقال بهیر دې ګړندی شي، او پر دې هم ټینګار شوی چې د کډوالو له وضعیت څخه دې سیاسي ګټه اخیستنه نه کېږي.

د مدني ټولنې بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د کډوالو د جبري ایستلو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا به د بشري حقونو په نقض کې د «نامستقیمې ونډې» او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د دوام معنا ولري.

د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ له نښتو وروسته څو ورځې کېږي چې د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو