محقق: طالبانو ۲۱ ترهګرو ډلو ته په پناه ورکولو افغانستان له لا ډېرې بې ثباتۍ سره مخ کړی

پرون

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق وایي چې طالبانو له څلور کلن «نامطلوب حاکمیت» وروسته، له۲۱زیاتو ترهګرو ډلو ته په پناه ورکولو او د افراطي مفکورو په ترویج، افغانستان او سیمه د لا زیات بحران او بې‌ثباتۍ پر لور سوق کړي دي.

محقق د یکشنبې په ورځ، د تلې پر۲۰مه، پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «د طالبانو د نامشروع حاکمیت دوام او د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو ملاتړ یوازې د تاوتریخوالي، جګړې او ورانۍ د زیاتېدو لامل ګرځي».

نوموړي زیاته کړې چې «د طالبانو په نظام کې د افغانستان ولس هېڅ ځای نه لري او له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې او همکاري د هغوی د کار لومړیتوب دی».

هغه د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د طالبانو پر وړاندې خپله «تعامل‌محوره» تګلاره پای ته ورسوي او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه بې‌ تفاوته پاتې نه شي.

محقق ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د یوې «سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع» د رامنځته کولو لپاره ګام واخلي، چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو ډلو په پټنځي بدل نه شي.

نور خبرونه

رادیو