د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وایي، چې په دیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر روزنځي د تېرې شپې د وسله والو په برید کې ددوی ۶ تنه سرتېري وژل شوي دي. د یاد دفتر اعلامیه کې ویل شوي، چې په برید کې ټول وسله وال وژل شوي دي.
اعلامیه وايي، د بریدګرو هڅه دا وه چې د مرکز له امنیتي خنډونو تېر شي، خو د قانون پلي کوونکو ځواکونو غبرګون ددغه پلان مخه ونیوله او له چاودېدونکو توکو ډک موټر یې په دروازه کې والوزاوه.
اعلامیه وايي، جنګیالي د پولیسو په ډزو کې ووژل شول او دوه جنګیالي چې په ودانۍ کې پټ شوي وو، وروسته له منځه یووړل شول.
د پاکستان پوځ وسله وال جنګیالي د هند تمویل شوي جنګیالي ګڼلي، چې معمولا دغه اصطلاح د ټي ټي پي جنګیالیو لپاره کاروي.