د پاکستان د دفاع وزیر: ټول افغان کډوال دې وشړل شي او پوله دې ټینګه وتړل شي

پرون

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې له افغانستان سره حالاتو کې بدلون راغلی، د افغان کډوالو اوږدمهاله حضور دې پای ته ورسول شي او حکومت دې د پاکستان اقتصاد د کډوالو له انحصاره وژغوري.

خواجه اصف د ډیورند کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو د افغان طالبانو له برید یوه ورځ وروسته پر خپله اېکسپاڼه لیکلي:« له نانوايي نیولې تر ترانسپورټ، قراردادي او ساختماني چارو پورې ټول سکټورونه زموږ د اقتصاد د ملا تیر دي او باید ټول بېرته د پاکستان خلکو ته وسپارل شي.»

خواجه اصف په ټینګار سره ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرښه دې د نورو هېواددونو د سرحدي پولو په څېر په کلک او منظم ډول خوندي شي او د خپل سري تګ راتګ مخه دې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پر سرحدي پوستو د طالبانو تر څلور ساعته بریدونو وروسته پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې لارې تړلې دي.

نور خبرونه

رادیو