د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي اعلان وکړ چې په پاکستان کې یوه ځانګړې کړۍ د افغانستان-پاکستان اړیکې ګډوډوي او د سیمې وضعیت کړکېچنوي. متقي ټینګار وکړ چې افغانستان له خپل سرحد او هوايي حریم څخه دفاع کوي او د سرغړونو په وړاندې لازم اقدامات شوي دي.
متقي د یکشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، چې د پاکستان له ولس او ملکي حکومت سره د دوی اړیکې ښې دي خو په پاکستان کې یوه ځانګړې کړۍ د وضعیت خرابولو هڅه کوي.
هغه همدارنګه وویل چې د طالبانو چارواکو د سرحدي او فضایي سرغړونو په غبرګون کې اقدامات کړي او د شپې انتقامي عملیاتو کې هدف ترلاسه شوی دی.
متقي زیاته کړه چې قطر او سعودي عربستان غوښتنه وکړه چې جګړه ودرول شي او افغانستان جګړه د همدې غوښتنې په نتیجه کې درولې ده.
امیرخان متقي وویل، «موږ ښې اړیکې غواړو، له ټولو سره زموږ د خبرو دروازې پرانېستې دي او د ټولې سیمې د امنیت غوښتونکي یو. ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي». نوموړي زیاته کړه چې که څوک دا نه غواړي، د افغانستان خلک او حکومت به یې مقابله کوي.
نوموړي وویل، چې د افغانستان خلک له ټولو اختلافونو سره د بهرني قوت پر وړاندې یوځای دریږي.
متقي وویل، طالبانو چې دومره ستر افغانستان کنټرول کړی، د پاکستان پوځ ولې خپلې سیمې نه شي کنټرول کولای. نوموړي زیاته کړه، ډیورنډ کرښه، چې شاوخوا ۲،۵۰۰ کیلومتره غځېدلې، له پخوا راهیسې داسې سیمه ده چې بهرنی واک پرې کم اغیز لري او هیڅ قدرت هم نه ده کنټرول کړې.
نوموړي زیاته کړه، « تاریخ ښيي چې دا سیمه د زور په وسیله نه شي کنټرول کېدای، یوازې د پراخې پالیسۍ او ریښتینو مذاکراتو له لارې کېدای شي ثبات ته ورسېږي».
هغه وویل، چې پاکستان له ستر پوځي ځواک، پرمختللې ټکنالوژۍ او استخباراتي شبکې سره سره لا هم د دې سیمې په کنټرول کې له ستونزو سره مخ دی اوشخړه له کرښې شاوخوا زر کیلومتره د پاکستان خاورې کې دننه روانه ده، چې مسوولیت یې ډېر د پاکستان پرغاړه دی.
د متقي په وینا، دا منل ستونزمن دي چې وسله والې ډلې ۵۰۰ کیلومتره د پاکستان خاورې ته ننوځي، په ازاده توګه فعالیت وکړي او بیا له کشف کېدو او نیول کېدو پرته بېرته راووځي.
هغه پر پاکستاني پوځ د وینې تولو تور ولګاوه او ویې ویل، چې افغانستان له نورو هېوادونو سره هم پوله لري، خو له هغوی نه هیڅ شکایت نه شته، نو ښکاره ده چې دوی باید خپلې ستونزې پخپله اوارې کړي.