پر افغانستان په ځانګړي ډول په کابل او کندهار د پاکستان له هوایي بریدونو وروسته، عامو افغانانو سخت غبرګون ښودلی او دا بریدونه یې د هېواد د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی دی. عام خلک د جګړې سیمو ته د طالبانو د ملاتړ لپاره ورغلي او په ټولنیزو رسنیو کې یې هم د هڅونې لیکنې کړې دي.
پر افغانستان د پاکستان تر بریدونو وروسته یو شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې دغه بریدونه غندلي او د نړی پر چپ پاته کېدو یې اندېښنه ښودلې.
په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستان تر هوایي بریدونو او د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې له پیل سره سم، په سلګونه عام خلک بولدک ته تللي او هلته یې د طالبانو د ملاتړ او هڅونې انځورونه اخیستي دي.
د کندهار یوه اوسېدونکي ذبیح الله لیکلي: «موږ له جګړو ستړي یو. خو کله چې یو بهرنی هېواد زموږ پر خاوره برید کوي دا د زغملو نه ده. مونږ په داسي حالت کې له دفاع کوونکو طالب سرتېرو سره ولاړ یو.»
ډېرو نورو بیا د جګړې پر مهال د طالبانو انځورونه خپاره کړي او د پاکستاني سرتېرو ماتې ته په اشارې یې طالبان د پاکستان پر وړاندې بریالي بللي دي.
د بشیر احمد صالح په نوم یوه بل افغان پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: «د پنجابک پر وړاندې د عوامو سرښندنه او مبارزه د ستايلو ده.طالبانو ته په کار ده چي د جګړې له حل وروسته خپل همدا عوام په غېږه کي ونيسي.»
سمېع غیرتمل هم دې جګړې ته په اشارې لیکلي: «سر مو خلاص وي، د پاکستان ملا، تجار، عسکر او عام خلک د افغانستان وینه زبېښي.هېڅ وخت هغوی زموږ په ګټه نه دي.»
د ځوان فیضي په نوم یوه بل کس پر فېسبوک له بهرمېشتو افغانانو غوښتي: «د غږ مسوولیت ستاسو دی، پر وطن یرغل دی. معاملګر ګاونډی عام افغانان وژني، په هر رقم چې وي د وطن په ننګ به غږ پورته ساتئ.»
په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر مېرمنو هم د طالبانو په ملاتړ د هغوی د انځورونو سره د هڅونې لیکنې کړي.
د لېمې په نوم یوې مېرمنې پر فېسبوک لیکلي: «زموږ ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راغلی. د پاکستان لهخوا دا ډول بریدونه د نړۍوالو اصولو خلاف دي، خو تر ټولو بده دا ده چې غږ نه اورېدل کېږي.»
لیکوال او سیاسي شنوونکي مجید قرار پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د وطن په ګټه ویوونکي او لیکونکي طالب پلوه معرفي کېږي.
هغه لیکلي: «افغانان یې داسې حالت ته راوستي چې نن هر ځای د پاکستان د وحشت خلاف لاریون وکړې، د طالب ملاتړی به معرفي کېږې او د طالب ملاتړ جرم دی. هغه میلیونونه افغانان چې له طالبه را تښتېدلي، نن د خپلو خلکو درد نشي بیانولای.»
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ پر کندهار د پاکستان جېټ الوتکو برید ته په اشارې لیکلي: «موږ خپل زور په خپل لاس اوبه کړ، ځکه اوس د پاکستان بمبار ته تش لاس پاتې یو.»
ډېرو افغانانو د پاکستان بریدونه غندلي او د غبرګونونه یې ښودلي دي.
خلک له ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو او نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د پاکستان دغه عمل وغندي او د افغانستان د خاورې درناوی وکړي.