د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی

۱ ساعت مخکې

د طالبانو د رییس‌الوزرا د دفتر له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ژیل برتران د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د رییس‌الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره یې لیدنه او خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د اروپايي ټولنې استازي د طالبانو ځینې اقدامات لکه د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه، امنیت او د بېرته‌ راستانه شویو کډوالو مدیریت د دې ډلې د لاسته راوړنو په توګه یاد کړي دي.

د اروپايي ټولنې یاد ځانګړي استازي په دې لیدنه کې همدارنګه د بېرته راستانه شویو افغانانو د مرستې او همکارۍ لپاره د چمتووالي اعلان کړی دی.

د طالبانو د یاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د اروپايي ټولنې له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې طالبان غواړي له سیمه‌ییزو او له سیمې هاخوا هېوادونو سره متوازنې، پر درناوي ولاړې، له مداخلې پاکې او اقتصاد محورې اړیکې ولري.

هغه زیاته کړې، له نړۍوالو هم ورته اړیکې غواړي چې د افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې ملاتړ وکړي.

ژیل برتران تازه د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی او دا یې کابل ته لومړنی سفر دی.

نوموړی د توماس نیکلسون ځای ناستی ټاکل شوی، نیکلسون د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د اروپايي ټولنې د استازي په توګه دنده پر غاړه لرله.

نور خبرونه

رادیو